افغانستانسولې اړوند خبرونه

ارګ په مذاکراتو کې د پرمختګ خبرونه رد کړل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې په دوحه کې یو شمېر سرچینو په بین الافغاني مذاکراتو کې د بن بست د ماتېدو خبر ورکړ او یاده یې کړه، چې د کابل مذاکراتي ټیم د طالبانو او امریکا توافقنامه د بین الافغاني مذاکراتو د بنسټ په حیث منلې؛ د کابل حکومت د مشر ویاند وایي، دا ډول خبرونه ريښتیني نه دي او مذاکرات لا هم له بن بست سره مخ دي.

صدیق صدیقي چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو په مهال په مذاکراتو کې د پرمختګ او د بن بست د ماتېدو خبرونه «شایعات» وبلل او ادعا يې وکړه، چې په مذاکراتو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او لا هم له خنډ سره مخ دي؛ ځکه دده له قوله، طالبان چې په کومو شیانو ټینکار لري هغه له اساسي قانون او د «خلکو له لوري حکومت ته د ټاکل شویو اصولو او حدودو خلاف دي.»

نوموړي وړاندې پر طالبانو توندې نیوکې وکړې او هغوی يې یو منفي قوت وباله، چې دده په خبره، حکومت یې پرواه نلري، چې سولې ته حاضرېږي که نه.

د صدیقي په خبره، د کابل مذاکراتي ټیم د اساسي قانون او د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو په چوکاټ کې د مذاکراتو دوام ته ژمن دی او هغه غوښتنې چې په دې وروستیو ورځو کې طالبان ورباندې ټینګار لري له اساسي قانون او د مشورتي لویې جرګې له پرېکړو سره په ټکر کې دي.

د صدیقي له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي چې څو ورځې وړاندې په بین الافغاني مذاکراتو کې د پرمختګ خبرونه ورکړل شول او مذاکراتي بهیر ته نږدې سرچینو له دوحې څخه رسنیو ته وویل، چې په مذاکراتو کې اصلي د خنډ ټکي حل شوي او د کابل ټیم د طالبانو او امریکا توافقنامه د بین الافغاني مذاکراتو د بنسټ په حیث منلې.

له یادې موافقې وروسته د کابل مذاکراتي ټیم مشر «معصوم ستانکزی» کابل ته په سفر راغی او  د سرچینو په حواله نوموړي کابل ته د راتګ په مهال د طالبانو د مرکچي پلاوي له مشر «شیخ عبدالحکیم» سره ژمنه کړې وه، چې خپل کړي توافق ته به ژمن پاتېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د حکومت له ستونی بیا اوبو تیری شوی او د بین الملل په میلیاردو ډالر مرسته یی تر لاسه کړه نو ولی به خپل قول نه ماته وی.
غنی انشاالله په خیر ختم دی که سولی ته غاړی کیږی او کی یی نږدی نور یی ټول د هغه په فریب او چال پوه دی صرف غواړی چی خپل وخت پوره کړی او تش په نامه ریس جمهور پاتی شی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x