اقتصاد

که غواړئ چې سپما وکړئ دا لفظ « نور څنګه یې؟» مه کاروئ!

ترتیب او ژباړه: محمدالله الهام
ښايي داسې کسان ډیر کم وي چې نه غواړي پیسې وسپموي، لیکن د سپما لپاره د هر چا جلا جلا کړنلارې وي او طریقې وي، ځینې خلک په «بخل» او کنجوسۍ سره غواړي پیسې وسپموي، ځینې په درغلۍ او… خو نن به درته «۸»اته داسې ساده لارې چارې وښایو چې په پلي کولو سره یې تاسو کولای شئ ډیر څه وسپموئ او له بې ځایه لګښتونو ځانونه وژغورئ.
۱ـ بازار ته د تللو پروخت هر هغه څه مه پیرئ چې ستاسو زړه یې غواړي، بلکې یوازې د اړتیا وړ توکي وپیرئ.
۲ـ د یو څیز د اخیستلو لپاره ژر پرېکړه مه کوئ، بلکې لومړی بازار کې د اخیستونکي څیز بیې په مختلفو پلورنځیو کې وارزوئ او بیايې وپيرئ، ترڅو داسې نه چې د ۸۰۰ افغانیو جاکټ مو په ۱۵۰۰ افغانیو پېرودلی وي.
۳ـ له پلورونکي سره له بیو بازۍ او چڼو څخه شرم مه کوئ، ځکه شتمن خلک تل چڼې وهي او له همدې لارې تاسو کولای شئ خپلې یوه اندازه پیسې وسپموئ.
۴ـ له خپل میاشتني معاش او عاید څخه یوه اندازه پیسې وسپموئ، اګرکه ډیرې لږې وي.
۵ـ هرڅه چې پیرئ(رانیسئ) په یوه کتابچه کې یې له ځان سره لیکئ، تاسو به د میاشتې پای کې وګورئ چې څومره غیر ضروري شیان مو اخیستي دي.
۶ـ خپلې تیلیفوني اړیکې محدودې کړئ، د احوال اخیستلو پرمهال له اوږده روغبړ او ضروري خبرو وروسته «نور څنګه یې» ویلو څخه ډډه وکړئ.
۷ـ د میلمستیا پرمهال د ضرورت مطابق خواړه پاخه کړئ، اړینه نه ده چې دسترخوان باندې دومره خواړه او قابونه کتار کړئ، چې د اوبو د ګیلاس ځای هم په کې نه وي.
۸ـ ددې کارونو عملي کول له همدا نن څخه پیل کړئ، ځکه د زیان مخه چې هر وخت ونیول شي، ګټور وي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x