افغانستان

جرمني له کندوز ولایت څخه خپل عسکر وباسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي، جرمني اعلان کړی چې له کندوز ولایت څخه خپل ټول عسکر وباسي.

په افغانستان کې د میشتو جرمني عسکرو پرون د سه شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ددوی عسکر د هغه پروګرام له مخې له کندوز ولایت څخه ایستل کیږي چې د روان کال پسرلي کې د ناټو غړو هېوادونو سره شریک شوی ؤ.

که څه هم افغانستان کې د جرمني عسکرو د همغږۍ د مرکز قومندان وايي، چې له کندوز ولایت څخه ددوی عسکرو ایستل له افغانستانه د امریکایي عسکرو وتلو سره کوم تړاو نه لري؛ خو زیاتوي چې هېواد یې له ناټو او امریکا سره په ګډه شرایطو ته په کتو له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو موضوع څاري.

نوموړي دغه راز ویلي، په مزارشریف کې ددوی ۱۰۰۰ تنه عسکر میشت دي او که اړتیا پېښه شي بیاهم کولای شي کندوز ولایت ته عسکر ولیږي.

په کندوز ولایت کې اوس مهال شاوخوا ۱۰۰ تنه جرمني عسکر د کابل ادارې د عسکرو په یو لوی مرکز کې میشت دي، چې د امنیت ساتلو په موخه یې د دولتي عسکرو ۳ امنیتي کمربندونه ورباندې ۲۴ ساعته ګزمه کوي.

جرمني په داسې مهال له کندوز ولایت څخه د خپلو عسکرو د ایستلو اعلان کوي، چې ټاکل شوې ده د روان کال تر پایه شاوخوا ۲۰۰۰ تنه نور امریکايي عسکر هم له افغانستان څخه وویستل شي، چې په دې سره به افغانستان کې د میشتو امریکايي عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته شي.

له امریکا وروسته جرمني دویم هېواد دی چې افغانستان ته یې زیات شمېر عسکر رالیږلي، چې د شنونکو په باور ددغو عسکرو په وتلو سره ښايي طالبان نور هم سولې ته مایل او هېواد کې به روانې جګړې ته خاتمه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x