افغانستان

اربکیانو سرپل کې یو لمونځ کوونکی په ډزو وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): دسرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې دولتي عسکرو یو ملکي کس په داسې مهال وژلی چې لمانځه ته روان ؤ.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دا پېښه پرون ماښام د ګوسفندي ولسوالۍ په «الغن» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې د شراف الدین ولد سیف الدین په نوم یو ملکي کس جومات پر لاره د محلي پولیس(اربکیانو) لخوا له «شکنجې» وروسته وژل شوی دی.

په یوه جلا پېښه کې وړمه شپه د سرپل ولایت مرکز اړوند «صفدرخان ګولايي» سیمه کې د دولتي عسکرو په ډزو د یوې ۲۷ کلنې میرمنې د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو په ولسي خلکو او عامه تأسیساتو «ړندو» بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړې شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x