افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: حکومت د ښځو حقوق د «سیاسي فساد او شخصي موخو» لپاره کاروي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي او حکومت د تېرو دوو لسیزو د «لاسته راوړنو» او ښځو د حقوقو د نه منل کېدو په صورت کې د سولې پروسې د مخالفت ګواښ کوي؛ طالبان وایي، «کابل اداره» د ښځو او نور بشري حقوق د شخصي موخو او سیاسي فساد لپاره کاروي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې د اشرف غني د مېرمنې هغه څرګندونو ته په غبرګون کې چې «افغان مېرمنې د هغې سولې ملاتړ نه کوي، چې په کې د ښځو حقونه او اتلس کلنې لاسته راوړنې خوندي نه وي» ویلي، چې «رولا غني» له افغانانو سره هیڅ عقیدوي او معنوي تړاو نلري او دا شعارونه ددې لپاره تکراروي چې «د نړیوالو توجه ځان ته واړوي، او په دې توګه د خپلي بقا لپاره د هغوی ډالري، پوځي او سیاسي ملاتړ ترلاسه کړي.»

تبصره کې وړاندې حکومت تورن شوی چې ښځو ته دندې د جنسي استحصال په بدل کې ورکوي او په کورنو باندې د چاپو له لارې د ښځو په غېږ کې ماشومان وژني، خو له دې سره د ښځو د حقونو د خوندیتوب دعوه کوي « کنه نو افغان ولس پوهیږي چې ارګ میشتو د ښځو کوم حقوق ورکړي؟ آیا دا یې حقوق دي چې په ټوله حکومتي دستګاه، خصوصاً په ارګ کې دننه، د جنسې استحصال په بدل کې پردندو ګمارل کیږي؛؟ او که دا یې حقوق دي چې په نیمه شپه کورونو ته عسکر ور اوړي د میندو په غیږه کې بچیان، خاوندان او وروڼه ورته وژني؟ او که یې دا حقوق دي چې بې ګناه تورسرې د القاعده او یا طالب په نوم له کورونو راباسه او زندان ته یې اچوه؟ او که دا یې حقوق دي چې د سیګار په خبره د چارواکو لخوا د وژل شویو عسکرو د میرمنو عزتونه د هغوی د معاشاتو په بدل کې لیلامیږي، او دولت یې هرڅه بابیزه ګڼي.»

طالبانو ددې تر څنګ پر افغان ښځو غږ کړی چې د حکومت په شعارونو تېر نه وځي؛ ځکه ددوی له قوله، هغوی دا خبرې د خپلو سیاسي او شخصي ګټو لپاره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x