افغانستان

د هندوستان په مالي مرسته د کابل «شاه توت» بند جوړیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): هندوستان وايي، هڅه کوي د کابل «شاه توت» بند جوړولو سره د کابل ښار سلګونو زره ښاریانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

د «هندو» ورځپاڼې د راپور له مخې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر «سوبراهمانیا جایشانکار» اعلان کړی چې هېواد یې  غواړي د کابل ولایت مرکز ته څېرمه د «شاه توت» بند جوړ کړي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر دغه راز څرګنده کړې چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د مرستو په لړ کې غواړي د کابل د «شاه توت بند» جوړ او د کابل ښار د ۲ملیونه اوسېدونکو ته د «څښاک» پاکې اوبه برابرې کړي.

شاه توت بند چې د کابل ولایت په «للندر» کې موقعیت لري چې د میدان وردګو ولایت له سیند څخه سرچینه اخلي، ددې بند په جوړولو سره به یې د کابل ښار شاوخوا دوه ملیونه کسانو ته  کسان د څښاک پاکې اوبه برابرې او هم به د ځمکې لاندې د اوبو ذخیرې ډکې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نن سبا دا ویجاړ هیواد د هر چا کمک ته ضرورت لری او مونږه باید د هغوی کمک نه مننه وکړو. هندوان زمونږ د وطن په جوړولو کی کمک کوی خو بر عکس پاکستان چی ځآن حامی د اسلام بولی مونږ ته وران کاران رالیږی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x