ورزش

د نړۍ مشهور فوټبالر «دیاګو مارادونا» د زړه حملې له کبله ومړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ارجنټاین فوټبال لوبډلې مشهور ستوری دیاګو مارادونا په خپل کور کې د زړه حملې له کبله د ۶۰ کلونو په عمر مړ شو.

د ارجنټاین رسنیو د نړۍ مشهور ستوري دیاګو ارماندو مارادونا د مړینې پخلی کړی دی. نوموړي څه موده وړاندې په مغزو کې د وینې یوې ټوټې له کبله کامیاب جراحي عملیات ترسره کړي و او ورسره یې پر الکولو د روږدیتوب درملنه هم جاري ساتلې وه.

په ۲۰۰۰م کال کې د پراخو مخدره توکو په استعمال سره پر مارادونا د زړه حمله راغلې وه چې وروسته یې په کوبا کې درملنه وکړه او روغ شو.

هغه په ۱۹۶۰م کال کې د ارجنټاین په لانوس ښار کې زیږیدلی او په ۲۰۲۰م کال کې په ټایګرې ښار کې مړ شو.

د ارجنټاین فوټبال ملي ادراه وایي، «د خپل اتل د مړینې له کبله ژور غم او خواشیني څرګندوو، مارادونا به تل زموږ په زړونو کې ځای لري».

دیاګو مارادونا په ۱۹۸۶م کال کې د خپل هېواد ارجنټاین لپاره نړیوال جام وګاټه، هغه په ۱۹۹۰م کې هم لوبډله تر پایلوبې ورسوله خو نړیوال جام سیال لوبډلې جرمني په خپل نوم کړ. هغه د مشر روزونکي په حیث هم ارجنټاین لوبډله تر نیمه پایلوبې رسولې ده.

دغه راز دیاګو مارادونا د فوټبال مشهور ستوري لیونل میسي څخه وروسته د ملي لوبډلې ارجنټاین لپاره دویم زیات ګولونه وهونکی لوبغاړی دی.

دیاګو مارادونا څو څو واره د مخدره توکو او کوکینو په استعمال سره له لوبډلې بهر شوی، چې بالاخره یې د مړینې لامل هم د مخدره توکو زیات استعمال ګڼل شوی دی.

باید وویل شي چې د نړۍ مشهور فوټبالر دیاګو مارادونا په خپل فوټبال تاریخ کې له ۵۸۱ لوبې کړي چې ۲۹۳ ګولونه یې وهلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x