افغانستان

د ډاکټر عبدالله پلویانو د ډاکټر اشرف غني فرهنګي سلاکار وهلی

تېر ماښام د پایلو له اعلان وروسته د ډاکټر اشرف غني احمدزي فرهنګي سلاکار استاد لعل پاچا ازمون د ډاکټر عبدالله عبدالله د پلویانو له لوري وهل شوی دی. لعل پاچا ازمون تېر ماښام له روژه ماتي وروسته د کابل ښار په یوه پارک له خپل کوچني زوی سره د قدم وهلو په حال کې و، چې څو تنو پرې برید کړی دی. د ډاکټر اشرف غني احمدزي پلویان وايي دوی د اندېښنو د مخنیوي په خاطر د ازمون د وهلو خبر نه خپراوه خو اوس چې يې ګنګوسې تر ټولنیزو رسنیو رسيدلې دي، دوی مجبور شول چې د هغه د روغتیا ډاډ خپور کړي. هغوی وايی چې  د ازمون روغتیاي حالت د ډاډ وړ دی.

تر اوسه پخپله لعل پاچا ازمون له کومې رسنۍ سره خبرې نه دي کړې، ځکه خو د ډاکټر اشرف غني احمدزي ځینې پلویان د هغه د روغتیايي حالت اړوند اندېښمن دي. استاد لعل پاچا ازمون د کابل پوهنتون په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې استاد او د ډاکټر اشرف غني احمدزي فرهنګي سلاکار دی.

دا په داسې حال کې دی، چې تېر ماښام د ټاکنیزو پایلو له اعلان وروسته د ډاکټر اشرف غني احمدزي پلویانو په پلازمېنه کابل کې دخوښۍ جشونونه کول او د ډاکټر عبدالله عبدالله ځینو پلویانو د ښار په واټونو کې لاریونونه روان کړي وو. یاده دې وي چې نن هم د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویانو د لويې جرګې په خېمه کې د حامد کرزي انځور راښکته کړی دی، په ورته وخت کې د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویانو د موازي حکومت د اعلانېدو ګواښونه هم کړي دي.

له بله پلوه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جمیز ډابنز وايي چې دوی د پایلو له اعلان ناهيلي دي او په خبره يې د ټاکنو کمیسیون باید د ملګرو متلو ځینې ځانګړې وړاندیز شوې ارزونې عملي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپي

زه دي گوداگيانوته د دوي دوخت د شعريوبند په اصلي شكل دالئ كومه
گرم شه لا گرم شه اي دبلواكئ لمره . اي دبي عزتئ لمره اي دبي غيرتئ لمره
په دي هيله چي دادخپلواكئ ،ناموس اوددين دشمنان يوبل سره وخوري اودافغانستان مظلوم ولس ترخلاص اودخپلواكئ په فضاء كي دارامئ ساه واخلي .
په درناوي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x