افغانستان

مزارشریف کې د سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) قومندان امیرګل د ناپېژاندو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

سیمه ییز چارواکي وايي، قومندان امیرګل تیره شپه د مزارشریف ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو لخوا هدف ګرځول شوی.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه وايي، په دغه برید کې د چمتال ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) قومندان امیرګل وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x