افغانستانسولې اړوند خبرونه

ترکیه د افغانستان د سولې پروسې لپاره ځانکړی استازی ګماري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې رواني دي او هڅه کېږي د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای ټکې کېښودل شي؛ د کابل حکومت چارواکي وایي، ترکیه هم د افغان سولې پروسې لپاره ځانګړی استازی ګماري.

د پخلاینې عالي شورا مرستیال «عنایت الله بابر فرهمند» پر خپل ټویټر لیکلي، چې ترکیه به د افغانستان د سولې پروسې لپاره ځانګړی استازی په کار وګماري.

ترکیه وروسته له هغه دا اقدام کوي، چې اوونۍ وړاندې د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ «انقرې» ته ولاړ او هلته یې د یاد هیواد له ولسمشر «رجب طیب ارغان» بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل او د افغان سولې پروسې په اړه ورسره وغږېد.

ترکي چارواکو له عبدلله سره په لیدنه کې ژمنه وکړه، چې د سولې په پروسه کې له افغانستان سره همکاري کوي او په دې برخه کې د افغانانو پرېکړو ته احترام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x