افغانستان

د بغلان د ولایتي روغتون ډاکټرانو کاربندیز کړی

پنجشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د میاشتنیو معاشاتو او نورو امتیازاتو نه ترلاسه کولو له کبله د بغلان د ولایتي روغتون ډاکټرانو کاربندیز کړی او د اعتراض په توګه یې د روغتون دروازې تړلې دي.

معترض ډاکټران وايي، چې له تیرو ۴ میاشتو راهیسې یې معاشات او نور امتیازات نه دي ترلاسه کړي، چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ډاکټران زیاتوي، له شته ستونزو او مشکلاتو سربیره دوی خپل کار ته ادامه ورکړې؛ خو د مالیې وزارت لخوا ددوی د ستونزو د حل په موخه لږه پاملرنه هم نه ده شوې.

د بغلان د روغتیا ریاست او مالیې وزارت چارواکو تراوسه ددغو معترضو ډاکټرانو د ستونزو په هکله څه ویلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x