شعـــــرونه

دا ستا د ښکلي مخ د ښکلاګانو تفسیر څۀ دی؟/ حامد سعادت

حامد سعادت

هر قول دې باطل لره ځواب دی محترمه
ويناوو کې دې څومره ستر ثواب دی محترمه

دا ستا د ښکلي مخ د ښکلاګانو تفسیر څۀ دی؟
غاټول دی او ریدي که سپين ګلاب دی محترمه

لۀ عرش نه یې بهتره او لۀ رب نه وروسته تۀ یې
شاهد پر دې خبر د رب کتاب دی محترمه

لېدلی دې په دغو ګهنګارو سترګو نۀ شو
پر سپین مبارک مخ چې دې حجاب دی محترمه

صفت که دې هر څومره اوږدوو پسې اوږدېږي
هیڅ نۀ ختمېږي سم لکه دریاب دی محترمه

که ته یې شفاعت ونکړې لا پسې تباه دی
حامد خو په قسم خراب،تراب دی محترمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x