
تخار کې د یوې جنايي دوسیې ۳ ګواهان وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): ناپېژاندو وسله والو د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د یوې جنايي دوسیې ۳ ګواهان وژلي دي.
د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، دا پېښه پرون د چهارشنبې په ورځ ماښام د فرخار ولسوالۍ په «شینګان» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د یوې جنایي دوسیې ګواهان په محکمه کې له ګواهۍ اداء کولو وروسته بیرته خپل کور ته روان وو، چې د ناپېژاندو وسله والو لخوا ورباندې برید وشو.
نوموړی زیاتوي، په دغه برید کې د یوې ۲۲ کلنې حاملې (امیدوارې) میرمنې او دوو نارینه وو چې یو ۳۰ کلن او بل ۲۳ کلن ؤ، په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، له برید وروسته بریدګر د پېښې له ځایه ناڅرګند لوري ته تښتېدلي، چې پولیس یې د پېژندو او نیولو هڅې کوي.
په تخار کې د سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) قومندان ملک تاتار په سلګونو نامسئوله وسله والې ملیشې رهبري کوي، چې د ځايي خلکو په خبره وخت ناوخته د ملکیانو په اختطاف، قتل او ځورولو کې تورن شوي؛ خو لاهم د مرکزي حکومت لخوا حمایه کوي.