
عربي اماراتو د افغانستان او پاکستان په ګډون ۱۳ هېوادنو ته د ویزې ورکول درولي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): متحده عربي اماراتو د افغانستان او پاکستان په ګډون د ۱۳ هېوادونو اتباعو ته د ویزې ورکولو پروسه درولې ده.
رویټرز خبري آژانس د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې متحدو عربي اماراتو دا ګام د امنیتي اندېښنو له امله پورته کړی؛ خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
په راپور کې د افغانستان، پاکستان، ایران، عراق، سوریې، ترکیې، لبنان، لبیا، تونس او صومالیا په ګډون ۱۳ هېوادونه ذکر شوي چې د متحدو عربي اماراتو لخوا ورته د ویزې ورکول ځنډول شوي دي.
رویټرز دغه راز داسې اسناد ترلاسه کړي چې د پورته هېوادونو اتباعو ته په متحده عربي اماراتو کې د کار او چکروهلو ویزې ورکول بند شوي دي.
متحد عربي امارات په داسې مهال د افغانستان په ګډون د ۱۳ هېوادونو اتباعو ته د امنیتي ستونزو له کبله د ویزې ورکول ځنډوي، چې یاد هېواد په دې وروستیو کې د اسرائیلو سره خپلې اړیکې پراخې کړي دي.