افغانستانسولې اړوند خبرونه

معصوم ستانکزی قطر ته رسیدلی، حفیظ منصور وایي بن بست پای ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د افغان جهتونو د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی کابل ته تر راګرځېدو وروسته یو ځل بیا قطر ته رسیدلی دی او ویل کیږي چې نن یې په دوحه کې د خپل مذاکراتي ټیم له غړو سره مسلسلې او اوږدې ناستې هم کړې دي.

کابل ټیم ته نږدې یوې غربي ډيپلوماټيکي سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل چې  په مذاکراتي ټیم کې به حتما نن ټوله ورځ توند بحثونه شوي وي او معصوم ستانکزی چې د کوم پيغام سره قطر ته راغلی، هغه به نه وي منل شوی.

د افغان جهتونو مذاکراتي ټیم یوه جګپوړي او فعال مشر حفیظ منصور رسنیو ته ویلي چې مونږ د طرز العمل په اړه توافق ته رسیدلي یو، بن بست پایته رسیدلی او ډیر ژر به د مذاکراتو اصلي پړاو چې د اجنډا پر سر خبري دي، پيل کړو.

باید وویل شي چې تېره ورځ د ارګ ویاند صدیق صدیقي د رسنیو سره په یوه خبري کانفرانس کې ویلي و چې لا هم بن بست دوام لري او د طرز العمل په اړه هیڅ توافق نه دی شوی ، ځکه چې په وینا یې طالبان داسي غوښتنې کوي چې د اساسي قانون او مشورتي لویې جرګې خلاف دي.

تر دې وړاندې راپورونه ورکړل شوي و چې طالبان او د کابل څخه تللي مذاکراتي ټیم تر منځ تر دوو میاشتنیو بحثونو وروسته د طرز العمل په اړه توافق شوی او یوازي يې امضا ته خبره پاته وه، خو معصوم ستانکزی د اشرف غني لخوا کابل ته وبلل شو او بیا داسې خبرونه ورکړل شول چې اشرف غني د مذاکراتي ټیم د پریکړو سره مخالفت ښودلی.

ویل کیږي، دواړه ټیمونه پر جنجالي موضوع چې د بین الافغاني مذاکراتو اساس به څه وي، بالاخره توافق ته رسیدلي، او د طالبانو دغه غوښتنه منل شوې چې د بین الافغاني مذاکراتو اساس دي په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو توافقنامه وبلل شي دکومې له مخې چې ۵ زره بندیان هم خلاص شول او بین الافغاني مذاکرات هم پیل شول او ورسره درې نورې مادې اضافه شوي چې په کښي د افغانانو د غوښتنې پر اساس، د مذاکراتي ټیمونو د غوښتنې او ملګرو ملتونو د غوښتنې پر اساس بین الافغاني مذاکرات پیل شول.

باید وویل شي چې د بین الافغاني مذاکراتو طرز العمل چې صرف د مذاکراتو لپاره د دواړو جهتونو تر منځ یو اصول نامه او طریقه کار بلل کیږي، تر جوړېدو وروسته به دواړه ټیمونه اصل اجنډا ته داخلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x