افغانستان

طالبان: د دهراود دارالمعلمین به بیرته رغوو او «چپاولګر» به نیسو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): طالبانو د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د دارالمعلمین له ودانۍ څخه د «چور» او «تالان» په تور یو شمېر کسان نیولي او له نورو کسانو یې «غلا» شوو مالونو د بیرته ترلاسه کولو هڅې پیل کړې دي.

د طالبانو د فرهنګي چارو مرستیال احمدالله وثیق په خپلې ټویټر پاڼې ددې پېښې د غندلو ترڅنګ لیکلي، چې په همدې تړاو یې د ارزګان لپاره د طالبانو له مرستیال والي سره خبرې کړي دي.

نوموړی زیاتوي، د ارزګان مرستیال والي «ملا مزمل» په دې پېښې  د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې دا پېښه داسې مهال رامنځ ته شوې چې د د هراود ولسوالۍ د بازار دامنیت ساتلو چارې یو شمېر قومي مشرانو ته سپارل شوې وې او طالبان د «تښتېدلو» دولتي عسکرو په تعقیب پسې وتلي وو.

د وثیق په خبره چې د پېښې په تړاو طالبانو یو شمېر کسان نیولي او هڅه کوي چې د خلکو لخوا «غلا» شوي وسایل بیرته راټول او دارالمعلمین بیا ورغوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ویډیو کلیپ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي او لیدل کیږي چې د دهراود ولسوالۍ دارالمعلمین څخه عام خلک میزونه، څوکۍ او نور توکي غلا کوي.

په ورته مهال په سویل لویدیځه حوزه کې د طالبانو د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو یو لوړ پوړي چارواکي هم په دغه پېښه خواشیني څرګنده کړې او د پېښې د هر اړخیزې څیړنې خبر یې ورکړی دی.

باید وویل شي چې طالبانو کابو یوه میاشت وړاندې د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د برېښنا د سب ستیشین څخه د غلا په تور یو شمېر کسان ونیول او غلا شوي وسایل یې ورڅخه بیرته ترلاسه کړل، چې په هلمند کې د وروستیو جګړو پرمهال یې له دغه ستیشن څخه غلا کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
علم دوست

خدای مو تباه او برباد کړی خلک مو تدريجي مرګ وژلي اوس معلومه شوه چی تاسي دعلم دښمنان یاست.

افغان زمین

د دارالمعلمین تاراج او لوټول په خواله رسنیو کی ډیر منفی انعکاس دطالبانو پر ضدخپور شو او په رښتیا په داسی حساس حالت کی چه سولی خبری تودی دی او هیلی هم ورته شته نو دداسی یو عمل د طالبانو دولکی لاندی سیمو کی ډیر دردونکی و او دعامو خلکو غصه یی را وپاروله زه ددی خبر په لوستلو سره چه طالبانو ژمنه کړی دا ودانی به رغوی او ویجاړونکو ته به یی سزا ورکول کیږی طالبان په هرقیمت چه کیږی دا ودانی دی بیا ورغوی عاملین ینو ته یی داسلامی شریعت په رڼا کی سزا ورکړی او حتی هغه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx