نړۍ

شيعه ګوند حزب الله د انساني غړو تجارت کوي

دسوريې ازادي غوښتونکي د سوريې په داخل کې د رسنيو له خولې وايي: حزب الله وروسته له هغې چې د جنګ ساحه يې پراخه شوه، له اقتصادي ستونزو سره مخ شوی، بل لور ته پرې د ايران د اقتصاد د خرابۍ له امله له هغه ځایه مرستې کمې شوي، چې دوی يې دې ته اړ کړي چې نورې مالي سرچېنې پيدا کړي، په دې لړ کې يې د خپل ګوند له خلکو چنده هم کړې، خو تازه شواهد وايي چې حزب الله د سوريې د هغو خلکو د بدن غړي پلوري چې له خپلو وطنونو بې ځايه شوي.
د سوريې قومي مجلس په يوه راپور کې چې د cnn عربي چينل ته په لاس ورغلی ويلي: حزب د خپلو ناڅاپي اهدافو پلان تيار کړی، لامل يې مالي مشکلات دي چې ورځ له بلې ډېرېږي، او د دې سبب په سوريه کې د اسد په ملاتړ د عامو ملېشو تمويل دی.
راپور ليکي: دغه پلان ګڼو لوريو ته متوجه دی او د مالي سرچينو له پلوه پراخ دی، په هغې کې د حزب نه د دفاع په نوم ټېکسونه فرضول، امريکا او افريقا ته کسان لېږل څو هلته له شيعه ګانو د حزب لپاره چنده راغونډه کړي، او ايران ته د داسې شيعه مخورو او علماو استول چې هلته پر خلکو اغېز لري او د دې شعار لاندې له خلکو چندې راټولې کړي چې: «د شيعه ګانو په دفاع کې ټول ايرانيان يو او ټول حزب الله يو».
راپور دې ته اشاره کوي: مالي تنګسې چې حزب ورسره مخ دی، دې ته يې رسولی چې په ډېره پټه توګه د بدني غړو تجارت وکړي، حزب الله د هغو سوريايانو له اړتياو ګټه پورته کوي چې له خپلو کورونو او وطنونو بې ځايه شوي او د لوږې هغه انتهايي درجې ته رسېدلي، هغوی دوکه کوي او د بدن غړي ترې په ډېرو کمو پيسو پېري، چې بيا يې په نړيوال بازار کې يو په ۲۰  چنده بيه پلوري.
محمد ثاقب
له خبرپاڼه  خبري ویب پاڼې نه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x