ورزش

په کرونا له اخته کېدو وروسته، نیوزیلاند پاکستاني لوبغاړو ته وروستی خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د پاکستان کرکټ لوبډلې ۶ لوبغاړي نیوزیلاند ته له سفر وروسته په کرونا اخته شوي چې ددغه هېواد روغتیا وزارت پاکستاني لوبغاړو ته وروستی خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ اجرائیه مشر وسیم خان ویلي چې نیوزیلاند ته له سفر وړاندې په لاهور ښار کې څلور واره د لوبغاړو د کرونا معاینات شوي چې ټول منفي ختلي، خو نیوزیلاند ته په رسېدو شپږ لوبغاړي په کرونا اخته شوي دي.

په کرونا اخته شوي لوبغاړي له نورو لوبغاړو څخه جلا شوي او د ټاکلې مودې لپاره د نیوزیلاند روغتیا وزارت پر پاکستاني لوبغاړو د تمریناتو بندیز هم لګولی دی.

د نیوزیلاند روغتیا وزارت پاکستان کرکټ بورډ ته خبرداری ورکړی چې پاکستاني لوبغاړو څلور واره له اصولو سرغړونه کړې چې دا وروستی خبرداری دی او له دې وروسته به لوبډله بیرته پاکستان ته واستول شي.

ددوی په وینا، اوس به د پاکستان لوبډلې ټولو لوبغاړو د قرنطین پرمهال څلور واره معاینات کیږي او له هغې وروسه به تمریناتو ته ستنیږي، که چیرې دوی له اصولو سرغړونه وکړه سیریز به لغوه او لوبډله به بیرته پاکستان ته واستول شي.

وسیم خان خپلو لوبغاړو ته یادونه کړې چې د نیوزیلاند حکومت له اصولو او پروتوکول سره پرمخ ولاړ شي، دغه هېواد ته د روغتیا په څانګه کې هیڅ ظرفیت د منلو نه دی.

د نیوزیلاند روغتیايي چارواکي وایي، د پاکستان لخوا په لیږل شویو لوبغاړو کې دوه پخوا په کرونا اخته شوي خو د څلورو معاینات وروسته منفي ختلي دی، یاد لوبغاړي له نورو ګوښه شوي او تر څیړنو پای ته رسېدو یې بشپړ تمرینات درولي دي.

د پاکستان کرکټ لوبډلې د روانې نومبر میاشتې په ۲۳مه نېټه نیوزیلاند ته سفر درلود، چې د یادې لوبډلې سره به ۳ شل اوریزې او ۲ ټيسټ سیالۍ ترسره کړي.

نیوزیلاند یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په غوره تدابیرو او پاملرونو نیولو سره یې د کرونا ناروغۍ مخه نېولې ده چې اوسمهال دغه پېښې نه رامنځته کیږي.

باید وویل شي د پاکستان کرکټ لوبډلې په کرونا اخته شویو لوبغاړو کې سرفراز احمد، روحیل نذیر، نسیم شاه، دانش عزیز، عابد علي او محمد عباس شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x