ورزش

د سریلانکا غوره لیګ په لومړۍ لوبه کې د رحمن الله ګربز چټکه نیمه سلیزه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د سریلانکا کرکټ د سوداګریزو سیالیو په لومړۍ ورځ د افغان ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي رحمن الله ګربز چټکه نیمه سلیزه ووهله او له خپل ملګري سره ۷۵ منډې چټکه ملګرتیا وکړه.

رحمن الله چې په یاد لیګ کې د کانډي ټسکرز لوبډلې لخوا لوبیږي، په خپله لومړۍ لوبه کې د کولمبو کینګر لوبډلې پر وړاندې په ۲۲ توپونو د ۴ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۵۳ منډې جوړې کړې.

د نوموړي لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۱۹ منډې جوړې کړې، چې د سیال لوبډلې لخوا لوبه مساوي شوه او پریکړه په سوپر اور سره وشوه.

په سوپر اور کې د کولمبو لوبډلې ۱۶ منډې وکړې چې د رحمن الله ګربز لوبډلې یوزاې ۱۲ منډې وکړې او ماتې یې ومنله.

په یاده سیالۍ کې د افغان لوبغاړو لخوا یوې لور ته رحمن الله ګربز او نوین الحق خو بل لور ته قیس احمد و چې د نوموړي لوبډلې لومړۍ بریا ثبت کړه.

په یاده لوبه کې قیس احمد یو لوبغاړی وسوځاوه او د ۳ څلوریزو په مرسته یې ۱۵ چټکې منډې جوړې کړې، دغه راز نوین الحق دوه لوبغاړي وسوځول.

باید وویل شي چې د لنکا پریمیئر لیګ سیالیو کې د کریم صادق سربېره حضرت الله ځاځی، سمیع الله شینواری او افتاب عالم هم ګډون کړی دی.

https://twitter.com/ICC/status/1331996237994876932?s=20

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x