افغانستان

د خورشید تلویزیون پخوانی اجرائیه مشر له یوې بلې خبریالې سره په مرموزه توګه وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل) تیرماښام د خورشید تلویزیون پخوانی اجرائیه مشر له یوې بلې خبريالې سره د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې په مرموزه توګه وژل شوي دي.

د قره باغ ولسوال خواجه محمدحنیف صدیقي وايي، بیګا ماښام شاوخوا ۶ نیمې بجې ددې ولسوالۍ روغتون ته د خورشید تلویزیون د پخواني مشر رفیع صدیقي او د هغه د همکارې فهیمې فیضي جسدونه ور وړل شوي چې ډاکټرانو یې په اړه څېړنې پیل کړي دي.

نوموړی زیاتوي، دغه دواړه خبریالان د ولسي جرګې د وکیل اکبربای لخوا میلمستیا ته بلل شوي وو او زیات امکان لري چې د ګاز نیونې له امله مړه شوي وي؛ خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین تیره شپه ناوخته وویل، چې د خورشید تلویزیون اجرائیه مشر په قره باغ ولسوالۍ کې د ګاز نیونې له امله مړ شوی؛ خو د قره باغ ولسوال بیا ددې پېښې د لامل په هکله څه ویل تر وخت وړاندې بولي او زیاتوي چې له څیړنو وروسته به دا څرګنده شي چې دغه پېښه څرنګه رامنځ ته شوې ده.

د پېښې قربانیان هر یو خبریال رفیع صدیقي (۳۰ کلن) د خورشید تلویزیون د اجرائیه ریاست ترڅنګ څه موده وړاندې د ټاکنو کمیسیون د رسنیو د څانګې مسئول هم پاتې شوی او واده کړی ؤ، د هغه همکاره فهیمه فیضي (مجرده) وه، چې له خورشید تلویزیون سره یې د خبریالې په توګه کار کولو.

په ولسي جرګه کې د سرپل ولایت د خلکو استازی اکبربای چې د اشرف غني د پخواني لومړي مرستیال جنرال دوستم سیاسي حریف دی، تر دې وړاندې یې میلمستون او کور په کابل ښار کې د جنرال دوستم د ملیشو لخوا تر برید لاندې نیول شوی ؤ او له همدې امله اوس د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې استوګن دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x