افغانستانسولې اړوند خبرونه

اروپایي اتحادیه: د پخلاینې عالي شورا تشکیلات دې بشپړ شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د یو شمېر اروپایي هیوادونو استازو د پخلاینې عالي شورا د تشکیلاتو د سمدستي بشپړېدو غوښتنه کړې.

اروپایي اتحادیې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړی او ټینګار یې کړی، چې د پخلایني عالي شورا چې د مذاکراتي بهیر د رهبرۍ په موخه جوړه شوې؛ تشکیلات یې باید بشپړ او په کار پیل وکړي.

اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې په دې شورا کې باید تر سیاسي رهبرانو ها خوا د ښځو، د جګړې د قربانیانو، مذهبي اقلیتونو او ځوانانو استازي هم شامل شي.

د مصالحې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» د اروپايي اتحادیې له اعلامیې هرکلی کړی او ژمنه یې کړې، چې د سولې پروسې د غښتلتیا په موخه به ژر د یادې شورا غړي نهايي شي.

پخلاینې عالي شورا چې د عبدالله او غني تر منځ د واک د وېش په توافق کې يې بنسټ اېښودل شوی، مشري یې عبدالله عبدالله ته ور له غاړې ده؛ خو تشکیلات یې لا هم د ارګ له لوري منظور شوي نه دي.

څه موده وړاندې کله چې عبدالله عبدالله د سیمې هیوادونو په سفر ولاړ، یو شمېر راپورونه داسې هم خپاره شول، چې ګواکي اشرف غني د نوموړي له دې کار څخه ناخوښ و  او له همدې امله یې د مصالحي عالي شورا د تشکیلاتو منظوري هم ځنډولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x