
جنګي جرمونو کې ښکېل دیارلس اسټرالیاوي پوځیان له دندو ګوښه کېږي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ماموریت په مهال جنګي جرمونو کې د ښکېتلیا له امله دیارلس تنه پوځیان له دندو ګوښه او قراردادونه یې لغوه شوي.
د اسټرالیا د رسنیو د راپورونو په اساس، یاد دیارلس تنه په افغانستان کې د جنګي جرمونو عاملین، همکاران او یا هم د پېښو عیني شاهدان دي.
کابو یوه اوونۍ وړاندې د اسټرالیا پوځ د یوه راپور په خپرولو سره اعتراف وکړ، چې ځواکونو یې په افغانستان کې جنګي جرمونه ترسره کړي او لږ تر لږه ۳۹ تنه بې ګناه افغانان یې وژلي.
د اسټرالیا پوځ د خپلو عسکرو له لوري ترسره شوي جرمونه «شرموونکې کړنې» یادې کړې او له افغانستان او افغانانو یې بښنه غوښتې.
د یاد راپور تر خپرېدو وروسته یو شمېر اسټرالیايي عسکرو ځان وژنه وکړه، چې ګمان کېږي، له څېړنو سره د مخ کېدو له ویرې به یې دا کار کړی وي.