افغانستان

ارزګان کې د توپچي برید له امله ۱۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو لخوا توغول شویو د هاوان مرمیو لګېدو له امله ۱۵ ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکړل شوی دی.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي عسکرو پرون د پنجشنبې ورځ (۶ لیندۍ) ماسپښين شاوخوا دوه بجې د دهراود ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د «دیوانه ورخ» پر بازار، میاوندو، کونجک او لنډۍ ناوې سیمو باندې د هاوان مرمۍ ویشتلي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ تنه ملکیان مړه او ژوبل شوي دي.

سرچینې زیاتوي، په مړو او ټپيانو کې میرمنې، ماشومان او بوډاګان هم شامل دي.

د سیمې خلک دغه راز شکایت کوي چې دولتي عسکر یې په یوه او بله پلمه په کورونو توغندي توغوي، چې له امله یې د مالي زیانونو ترڅنګ ځاني زیانونه هم ورته رسیږي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو په ولسي خلکو او عامه تأسیساتو «ړندو» بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړې شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx