نړۍ

ټرمپ: که بايډن په رسمي ډول ګټونکی اعلان شي، سپينه ماڼۍ پرېږدم

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ لا هم خپله ماتې نه منې خو وايي، که جوبايډن په رسمي ډول ګټونکی اعلان شي، دی به ورته سپينه ماڼۍ پرېږدي.

ټرمپ لا هم د ۳م نومبر په ولسمشريزو ټاکنو د خپلې ماتې منلو ته نه دی تيار او وايي، چې د ماتې منل به ستونزمن وي.

د غیر رسمي پايلو له مخې جوبايډن د ټاکنيزو کالجونو ۳۰۶ رايې ګټلي، چې ټرمپ ته يې په ډېر واټن ماتې ورکړې او ټرمپ يوازې ۲۳۲ رايې ګټلي دي.

د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د بريا لپاره د ۲۷۰ ټاکنيزو کالجونو  رايو ګټل اړين دي، بايډن ۳۰۶ ګټلي دي او په ټوليزه توګه له ټرمپ څخه يې شپږ ميليونه ډېرې رايې ترلاسه کړي دي.

د امريکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جوبايډن

څو ورځې وړاندې هم ولسمشر ټرمپ د امريکا د عامه خدمتونو ادارې «جنرل سرويس ايډمنسټريشن » مشرې ايملي مرفي ته ويلي و، چې د واک لېږد لپاره چمتووالی پيل کړي.

د عامه خدمتونو اداره د امريکا د استخباراتو له فدرالي ادارو سره همکاري کوي او په عين وخت کې د ولسمشرۍ د واک د لېږد مسؤوليت يې هم پر غاړه وي.

د عامه خدمتونو د ادارې مشرې ايملي مرفي ويلي، د جوبايډن ادارې ته يې خبر ورکړی، چې د واک د لېږد بهیر پيلېدونکی دی.

ټاکل شوې، چې جوبايډن به د راتلونکې جنورۍ په ۲۰مه نېټه په رسمي ډول د ولسمشرۍ لوړه وکړي.

د ډونلډ ټرمپ ټاکنيز ټيم جوبايډن په درغلۍ تورن کړی او د دې درغلۍ د څېړنو لپاره يې محکمې ته رجوع کړې، خو په ګڼو ځايونو کې يې د درغلۍ تورونه رد شوي دي.

جوبايډن هم ويلي، چې ټاکنې يې په لوړ اکثريت ګټلي او د خپلې راتلونکې کابينې جوړولو لپاره يې چمتووالی هم پيل کړی دی.

ټرمپ څه ويلي؟

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي: «د حق جګړې ته د دوام ورکولو سربېره مې د خپل هېواد ګټو په نظر کې نيولو له مخې ايملي او د هغې ټيم ته امر کړی، چې د ابتدايي پروټوکول لپاره بشپړ تياری وکړي او ما خپل ټيم ته هم ورته لارښوونه کړې ده.»

ايملي مرفي ويلي، چې د واک د لېږد په اړه له هېڅ ډول فشار سره نه ده مخ او جوبايډن ته يې هم په خپل ليک کې ويلي، چې د واک د لېږد ځنډولو په اړه ورته هېڅ ډول فشار نه دی متوجه.

مېرمن مرفي زياته کړې: «خو دا يادونه بايد وکړم،چې ما ته انلاين، په ټيليفون، بريښنالیک، زما د کورنۍ غړو او حتا پالونکو حيواناتو له لارې ګواښونه شوي، چې زه بايد له وخت مخکې دا ګام پورته کړم، خو د زرګونو ګواښونو سربېره به هم زه د قانون حاکميت ته درناوی ولرم.»

د عامه خدمتونو د ادارې مشره د جمهوري پلوو او ديموکراټاو دواړو ګوندونو له لوري د واک د لېږد پروسه کې د ځنډ له امله له نيوکو سره مخ ده.

د يادونې وړ ده، چې ډونلډ ټرمپ خپل سيال جوبايډن په درغلۍ تورن کړی و او د ولسمشريزو ټاکنو د پایلې نه منلو ګواښ يې کړی و، خو اوس يې يو ځل بيا ويلي، چې د هېواد د لوړو ګټو لپاره په ټاکنو کې خپله ماتې مني، خو بیا به هم د ټاکنيزو درغليو د څېړنو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x