
پمپیو: افغانستان کې د عسکرو شتون د امریکا او متحدینو امنیت ته ګټه نه رسوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د امریکا ولسمشر له افغانستانه د خپلو زرګونو عسکرو د ایستلو غږ کړی؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په همدې تړاو د نوموړي د نظر دفاع کړې او په خبره یې افغانستان کې د امریکايي عسکرو شتون د امریکا او متحدینو امنیت ته ګټه نه رسوي.
پمپيو له فاکس نیوز سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د امریکا د ولسمشر دا دریځ په ځای دی چې له افغانستانه د عسکرو د ایستلو په برخه کې یې لري؛ ځکه دده په خبره، هلته د امریکایي عسکرو شتون د امریکا او متحدینو امنیت ته هیڅ ګټه نه رسوي.
نوموړي ویلي «د ولسمشر ټرمپ دریځ ډېر واضح دی، موږ غواړو د خپل هیواد امنیت وساتو؛ خو نه غواړو امریکایي ځوانان او ځوانې ښځې په داسې خطرناکه لاره کې پرېږدو، چې په حقیقت کې زموږ او زموږ د متحدینو امنیت ته هيڅ ګټه نه لري.»
نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې نړۍ ته د ترهګرو په ځانګړي ډول د «اسلامي سخت دريځه ډلو» له خطر سره مخ ده؛ خو په خبره یې دا تهدید یوازې له افغانستانه نه خپرېږي.
د پمپيو له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا ولسمشر له افغانستانه د زرګونو عسکرو د ایستلو اعلان کړی او ټينګار یې کړی، چې د راتلونکې جنوري میاشتې تر نیمایي پورې باید افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ شي.
اوس مهال په افغانستان کې څلور نیم زره امریکایي عسکر دېره دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ باید د راتلونکي کال تر می میاشتې له افغانستانه ووځي.