ځانګړي راپورونه

ایا جوبايډن به د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلارې ته دوام ورکړي؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان د افغانستان په اړه د امريکا د ولسمشر ډونلډ ترمپ د تګلارې ستاينه کړې او هيله يې ښکاره کړې، چې راتلونکی ولسمشر جوبايډن به هم دغې تګلارې ته دوام ورکړي.

عمران خان د نړيوال اقتصادي فورم غونډې ته د وينا پر مهال د افغانستان په اړه د ټرمپ د تګلارې ستاسې وکړه او هغه يې لويه لاسته راوړنه بللې ده.

عمران خان ويلي، راتلونکی ولسمشر بايد دا تسلسل ختم نه کړي او د سولې خبرو ته دوام ورکړي، ځکه چې د جګړې ختمولو يوازينۍ لاره د سولې خبرې دي.

د پخواني ډيموکراټ ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال، چې جوبايډن مرستيال ولسمشر و، د افغانستان د جګړې مخالف و او هغه مهال د سولې خبرې پيل شوې وې.

د سیاسي چارو پيژندل شوی کارپوه: رحیم الله یوسفزی
د سیاسي چارو پيژندل شوی کارپوه: رحیم الله یوسفزی

د چارو کارپوهان په دې اړه فکر کوي، چې بايډن به هم د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره تعقیب کړي.

د افغان چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی وايي، ډونلډ ټرمپ د سولې خبرو بريا لپاره ډېرې ستړې تېرې کړي، هڅه يې کړې، چې خپلې ټاکنيزې ژمنې عملي کړي، تر څو د افغانستان جګړه له سوله‌ييزې لارې حل او خپل عسکر بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.

د ښاغلي يوسفزي په وينا دی په دې باور دی، چې جوبايډن به د افغان سولې په اړه د ټرمپ تګلاره رد نه کړي.

رحيم الله یوسفزی زیاتوي، چې جوبايډن به د ټرمپ د تګلارې خلاف د اقليم بدلون په اړه د پاريس معاهده کې شريک شي، خو له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ويستلو تګلارې ته به دوام ورکړي.

ښاغلی یوسفزی په دې باور دی، چې جوبايډن به د لږ شمېر عسکرو پاتې کېدو غوښتنه وکړي، خو په دې اړه به هم د طالبانو هوکړې ته اړ وي.

رحيم الله يوسفزي دا اندېښنه په داسې حال کې ښکاره کړې، چې امريکا تر دې مخکې هم د يو شمېر عسکرو د پاتې کېدو غوښتنه کړې وه، خو طالبانو رد کړې او ويلي يې دي، چې د سولې تړون د بریا لپاره بايد هېڅ بهرنی عسکر او قراداردي په افغانستان کې پاتې نشي.

د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او ورسره مرستيال جوبايډن د خپلې واکمنۍ پر مهال د افغانستان جګړه د جمهوري پلوه ولسمشر جورج بوش میراث بللې وه او د لومړي ځل لپاره يې له افغانستانه د پوځيانو ويستلو په تګلارې کار پيل کړی و.

ډېری کارپوهان په دې باور دي، چې جوبايډن له ټرمپ سره په ډېرو موضوعاتو کې مخالف دی، خو د افغانستان جګړې ختمولو او له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ويستلو په اړه ورسره همغږی دی.

د دې سربېره د ډيموکراټ ګوند ډېری کارپوهان هم د افغانستان په اړه د ټرمپ د پاليسۍ تاييد کوي، د ساري په توګه بارنيټ روبين، رولا ميلر او ګڼ شمېر ډيموکراټان د طالبانو په اړه مثبت نظر لري او هم د افغانستان جګړې ختمولو په اړه د ټرمپ د پالپسۍ تاييد کوي.

بايډن لا څو کاله پخوا ويلي و، چې په افغانستان کې د ښځو حقونو د ساتلو لپاره  دی خپل زوی هلته نه شي وژلی.

بايډن د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال ويلي و، چې له افغانستانه به خپل پوځيان په مسؤولانه توګه راوباسي او د افغانستان جګړه به پای ته ورسوي.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال په فبرورۍ کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون کې امريکا منلې، چې د ۲۰۲۱ کال تر مې مياشت پورې به ټول امريکايي او ناټو عسکر او قرارداديان له افغانستانه وځي او طالبانو هم ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د امريکا په شمول د هېڅ هېواد په خلاف نه کارول کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx