واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

واشنګټن پوسټ: امریکا په افغانستان کي لږ تر لږه لس اډې تړلي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل):واشنګټن پوسټ د نومبر پر ۲۷ مه د افغان او امریکايي چارواکو په حواله لیکي د قطر د موافقې راهیسي، متحده ایالاتو د افغانستان په ګوټ ګوټ کي لږ تر لږه لس نظامي اډې تړلي دي. ځیني اډې کاملا تخیله سويدي، او بعضي يې افغان عسکرو ته تسلیم سويدي. مګر دا معلومه نده چي څونه وسایل شاته پرېښودل سويدي.

واشنګټن پوسټ لیکي امریکايي مقامات وايي چي د امریکايي عسکرو د راایستلو پر جزییاتو باندي غور او کار روان دی. پر دې موضوع باندي هم خبري کېږي چي څونه وسایل او اسباب د افغان پوځ ته خوشي سي، او څونه بېرته امریکا ته واستول سي.

خو امریکايي مقامات وايي چي امریکا به ددې نظامي قابلیت ولري چي د ضرورت پر وخت د طالبانو سنګرونه بمبار کړي، او د تروریزم ضد عملیات اجرا کاندي.

واشنګټن پوسټ لیکي امریکايي پوځي مقامات پر دې هم غور کوي چي په آینده دوو هفتو کي به کومي نوي پوځي اډې وتړي.

د افغانستان د چارو مشهوره ماهره، اغلې اشلي جکسن، وايي د امریکايي اډو تړل د طالبانو بریا ښيي. اغلې جکسن زیاتوي«د طالبانو لپاره تر دې ښه پروپاګندا نسته. د هغوی لپاره دا خبره سیکالوژیکي او روحیاتي اهمیت لري.» جکسن اضافه کوي طالبان به د امریکایانو د نه شتون خلا ډکه کړي.

واشنګټن پوسټ لیکي امریکا غواړي چي خپل عسکر په څو اډو کي سره راغونډ کړي، څو ساتل يې اسانه سي. هغوی دغه راز دا هم وايي چي په څو محدودو ځایونو کي د امریکايي عسکرو راوغونډول د نهايي خروج لپاره زمینه سازي ده، په تېره بیا که امنیتي وضع خرابه سي.

اخبار کاږي امریکا په ترینکوټ، هلمند، لغمان، کندوز، ننګرهار، بلخ، فاریاب، او کلات کي خپل پوځي بېسونه تخلیه کړيدي. خو دا معلومه نده چي په افغانستان کي څو امریکايي نظامي اډې لا خلاصي دي، ځکه د هغوی واقعي شمېر د میډیا سره ندی شریک سوی.

افغان چارواکي وايي حتی په کندهار او جلال آباد کي هم د امریکايي عسکرو شمېر فقط څو محدودو کسانو ته راکښته سویدی. د ننګرهار د هوايي میدان په یوه کنج کي د امریکایانو یوه وړه ډله پاتې ده. ‌افغان او امریکايي پوځیان عموما د واټساپ او یا فېس ټایم له لاري خبري سره کوي.

واشنګټن پوسټ لیکي ځیني امریکايي نظامیان وايي چي د هغوی وتل به طالبان لا زړور کاندي، او تشدد به لا ډیر سي.

ځیني امریکايي مبصرین  وايي چي امریکا خپل افغان ملګري یوازي ایله کوي، حال دا چي امریکا د هغوی سره ځیني ژمني کړيدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx