افغانستانسولې اړوند خبرونه

مصالحي عالي شورا: قطر کې مذاکراتي ټیمونه «مشروط توافق» ته رسېدلي وو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د پخلاینې عالي شورا وایي، په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه د طرزالعمل په اړه مشروطي هوکړې ته رسېدلي و او یوازې اعلان یې پاتې و، چې له ځنډ سره مخ شو.

کابو یوه اوونۍ وړاندې له قطر څخه سرچینو وویل، چې له دوه میاشتني ځنډ وروسته د طرزالعمل په اړه هوکړه شوې او د کابل مذاکراتي ټیم منلې چې د طالبانو او امریکا توافقنامه به د بین الافغاني مذاکراتو بنسټ وي.

د سرچینو له قوله، داسې تمه وه چې یاد توافق د رسمې اعلامیو له لارې اعلان شي؛ خو د کابل مذاکراتي ټيم مشر «معصوم ستانکزی» کابل ته ولاړ او له همدې امله د رسمي اعلامیې خپرېدل هم وځنډېدل.

د مصالحې عالي شورا دویم مرستیال «اسدالله سعادتي» طلوع نیوز ته ویلي، چې دواړو لورو د یوه متن په اړه «مشروط توافق» کړی و او تمه وه چې اعلان شي؛ خو دا کار ونشو «هلته د یوه متن په اړه توافق شوی و، خو په دې مشروط و چې متن به د طالبانو او افغانستان د مرکزونو له لوري تاییدېږي او بیا به یې په اړه رسمي اعلان کېږي؛ خو متاسفانه دا اعلان ونشو او کاشکي شوی وای.»

نوموړي ددې تر څنګ مذاکراتي ټیمونه تورن کړي چې د واقعي سولې په لټه کې نه دي او د ستونزو د ایجادولو لپاره فرصتونه لټوي.

بل لور ته د کابل مذاکراتي ټیم غړی «حفیظ منصور» هم مني، چې ټیم یې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې په غوښتنه توافق ته رسېدلی او دده په خبره، له دې کار سره مخالفت ګټه هم نه لري.

د منصور له قوله، په مذاکراتو کې بن بست مات شوی او ډېر ژر به د خبرو د اجنډا په اړه بحثونه پيل شي.

ورته مهال د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا وایي، د طرزالعمل په اړه روانو بحثونو کې پرمختګ شوی او هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅې رواني دي.

اوس داسې مهال چې معصوم ستانکزی دوحې ته ګرځېدلی؛ ارګ وایي کابل مذاکراتي ټيم له طالبانو سره توافق نه دی کړی او نه هم له هغوی سره د مذاکرې پروا لري.

له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د حکومتي چارواکو او کابل د ټيم ضد او نقیض څرګندونې داسې مهال دي، چې جګړه لا هم هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي او ولس د سولې تامین ته په تمه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx