نظــر

طالبانو ټانګونه ولې نه ویشتل؟

نصیب ځدراڼ

نولس کلن جنګ کې د ټول افغانستان غوندې زموږ پکتیا ولایت هم د ګرمو جنګونو شاهد ؤ. دلته په جاني خېلو ولسوالۍ طالبانو برید وکړ او ویې نیوله. ځینې عسکر ووژل شول او نورو دا ښه وبلله چې سیمه پرېږدي او سر وساتي.

د دې جنګ مشري د طالبانو له طرفه د پکتیا والي مولوي نور جلال کوله او د غنیمت د ټولولو چارې مولوي اسد الله حلیم ته ور په غاړه وي. وروسته ما د رسنیز راپور لپاره د طالبانو یوه قوماندان حاجي موسي سره رابطه وکړه، جزیات مې ترې غوښتل، د تلفاتو او نیول شویو وسایطو معلومات یې راکول، خو هغه رسره یو څو جالبې کیسې وې. نن یې لازم بولم، چې درسره شریکې یې کړم.

وایي؛ دا دویم ځل دی چې ولسوالۍ نیسو. اول ځل د ولسوالۍ د سقوط وروسته طالبان ولسوالۍ ته ور ورسېدل، تصفیه یې پیل کړه. لږ وروسته اوازه شوه چې قوه را روانه ده، شېبه وروسته ډرون راغلې او دورې یې پیل کړي.

همدې وخت کې د غازی په نوم یوه ډلګۍ مشر یو ولاړ ټانګ وویشت. دوي په فکر کې وو چې دا ټانګونه به بېرته عسکرو ته ور پاتې شي. زه چې خبر شوم ټولو ملګرو ته مې په سختۍ سره وویل؛ چې ټانګونو دې ورپاتي شي، خو تخریبوئ یې مه. او نه داسې څه ترې خلاص کړئ، چې ټانګ پرې نیمګړی او له کاره ولویږي. دا که ور پاتې هم شي، نو سبا یې بېرته تري نیسو او اخر به ترې پاتې کېږي.

ملګري مې ور ولېږل، قوي ته یې خط واچاوه. کله چې ډرون بیرته لاړل، ټانګونه مو خپلې ساحې ته روغ راوستل.

اوس دویم ځل چې ولسوالۍ سقوط شوه، دلته ځینې ټانګونه وو چې خراب شوي وو، موږ نه شول راوستلی، سره له دې چې تخریبولی مو شولی. خو درې ورځې مو پیره ورباندې وکړه. بالاخره ډرون وویشتل او له منځه یې یوړل.

ولسوالۍ ته نږدي عسکرو یوه مکتب کې پوسته جوړه وه، کله مو چې له عسکرو سامان ونیو، نو د مکتب سر معلم -چې د جاني خېلو ولسوالۍ کوټکي سیمې اوسیدونکی دی- راغی او و یې ویل: ((تاسې چې کوم سامان راوړی، هغه کې د مکتب خیمې هم شته)).
موږ راسره راووست، د مکتب خیمې یې وپېژندلې، موږ وصول ترې واخیست او خیمې مو خپل موټر کې ورسره یوړي.

دا کیسه مې د روزګان تر هراود ولسوالۍ کې د دارالمعلمین د چور کولو پورې ولیکله. دا چور چپاؤ د ولسي خلکو له طرفه شوی، خو دلته باید دا هم ومنو چې که طالب په ۷۰ سلنه خاوره د واکمنۍ دعوې لري، نو د خلکو د خوندیتوب، عامه شتمنیو د ساتنې مسؤلیت هم د طالب پر غاړه دی. طالب ته هېڅ کله په دې برخه کې برائت نه شو ورکولی.

له نیمایې نړۍ سره نولس کاله جنګ او بیا راچپه کولو کار که طالب وکړ، باید دې مسؤلیت ته هم په هغه نظر وګوري، په کوم نظر یې چې د یرغلګرو مقابلې ته کتل.او تر ټولو زیات ولس ته دا درس ورکړي چې مکتب، دارلمعلمین او کلینک د اصلاً د ولس ملکیتي تاسیسات دي او د کابل اداره یې یواځې مدیریتي چارې ترسره کوي.

ولې چې له نن څخه نږدې پینځه ویشت کاله مخکې هم طالبانو افغانانو ته د غلو او پاټکیانو څخه ازادي ورکړې وه او دا فکر یې له منځه وړی ؤ، چې افغانستان غلو ته په میراث پاتې دی او هر سړی کولی شي چې دلته چور او تالان وکړي.

خپل لیکل په انسان یو لوی ثبوت دی. داسې څه به نه لیکو چې راتلونکي کې پرې شرمنده یو. خو د همدې وطن کاڼي زرګونه داسې ګلالیو ځوانانو په وینو رنګ دي، چې ډېر سپیڅلی فکر یې درلود. اوس د ازادۍ په درشل کې ولاړ دې جنګي حالاتو کې داسې تېروتنې کېدلی شي، خو دا تیروتنې باید تکراري نه شي. د ازادۍ تر لاسه کول دومره سخت نه دي، لکه د ازادۍ ساتل.

او بیا د نظام قایمول دي، لکه جاني خېلو کې چې طالب د ټانګونو ساتنه وکړه، همداسې ولس هم باید له طالب څخه زده کړي. دا فکر غلط دی چې دا وطن بې سرپرسته دی او هر څوک کولی شي چې ملي شتمنۍ چور کړي او کور ته یې یوسي.

داسې کارونه پخوانیو ځینې رهبرانو او د روس د ماتې نه وروسته ځینې خلکو وکړل، انجام یې موږ ولید. طالب هلته هم پاڅون وکړ او په هغو غلو یې عدالت پلی کړ او نن بیا دې ته ضرورت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

طالیبان ځکه ټانکونه نه ولی چه ټانکونو کی امریکایان وی،امریکایان طالیبان سره جوړ دی،نصیب زدران صاحب

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x