نظــر

پوځ؛ واجب الاحترام ولې غیر مسوول؟

عبدالغفار سربڼ

يو جالب دود پرخلکو باندي په زور يا رضا منل کيږي چې په ډيرو هيوادو کې يې رواج موندلي، هغه د پوځ د ځاي او مقام او د هغه د طاقت او صلاحيت او حتي تقدس مساله ده. کله هم داسې خبرې اوريدل کيږي چې پوځ ته دا لقب ورکول کيږي: واجب الاحترام ولې غير مسوول؟

په ورسته پاتې او خصوصا اسلامي هيوادونو کې په ډيره بيشرمۍ يوه ډله چې په معاصرو تعليمي موسساتو کې روزل شوي دي يا مخامخ د غرب له خوا يا د هغو د تعليمي نصاب په رڼا کې د تکنوکرات بيروکرات دموکرات او ليبرال او سيکولر عقيدې خپرونکي په توګه په همدغو هيوادونو کې د يو پوځ په مټ په نا مريي توګه قدرت چلوي. تعليمي برخه کې د غرب پانګه اچونه ددې له پاره کيږي چې د دولت له پاره داسي مامورين وروزي چې ددموکراسي د پلي کيدو دنده تر سره کړي . ددوي په اند : دموکراسي داسي يو نظام دي چې بديل يا عوض يا الترناتيف نه لري؟!؟

نو ځکه ټول بيروکراسي مامورين او قاضيان څارنوالان د پوځ افسران او صاحب منصبان وکيلان له وړو اداري واحدونو نه نيولي بيا تر ولسي او مشرانو جرګي همه او همه د دموکراسي په روحيي او چارچلند روزل کيږي . دوي ته اساسي قانون د قواو تفکيک قضا او مقننه اواجراييه خصوصا پوڅ او عسکري طاقت سري کرښي او د تقدس مقام لري.

اصلي خبره داده چې کله ددغو دريګونو قواو تر مينځ اختلاف د صلاحيت په باب راشي نو بيا پوځ ته منډي وهي او د عسکري زور په مټو يي حل او فصل کوي.هلته چې له ويني تويوني ډار لري بيا يي په غرب روزلي قاضي القضات باندي فيصله کوي .خو اخري قرار تل د پوځيانو په لاس ليکل کيږي. زمونږ ګاونډي هيواد د دغو دموکراتيکو تجاربو دراماتيکه نمونه ده .يو ځغلنده نظر د هغه په تاريخ باندي سړي ته خبرداري ورکولي شي .پاکستان کي د دموکراسي تجربه د عبرت يو ستر کتاب دي.

خير وايي کوم هندو هره ورځ يوه مسلمان ځوروه او ورته يي په پارسي ويل لا لا ګاو زرد مرد (زيړه غوا مړه شوه) هندو په تنګ شو او په ډار ډار کي يي ورته وويل: خودرا نګهدار( ځان دي ساته )ستايي په زيړي غوا څه غرض. نو مونږ ته ښايي خپل حال ته نظر وکړو.

څو وقته کيږي ځيني خلک د افغانستان پوځ سره ډيره همدردي ښيي او ويل کيږي چې دا بنسټ بايد وساتل شي. ما ويل پر دي لږ تم شم.

عسکري قوت اصلا لاندي دندي لري : د هيواد له قلمرو نه دفاع .نظام او قانون ته ژمنتيا . اسلامي هيواد کي اسلامي شعايرو ته وفاداري. داوللامر اطاعت .عسکر دا دندي د يو حلف اوقسم لاندي تر سره کوي.

خو زمونږ عسکر افغانستان کي عسکري قوت له هغه وقته چې منظمه بڼه يي پيدا کړه ډيره مضبوطه نه وه مګر د داود خان د صدارت له وقته. ستري جنګي دندي دلته د منظم پوځ په مټ نه وو تر سره شوي مګر لمړي ځل دثور د کودتا په ورځ . مخ کي له هغه به ملايانو مولويانو غږ کړ چې :الله اکبر (او يا چار يار)

نو خلک او مجاهدين به غزا ته را غونډيدل .خو له دي تاريخ نه وروسته دعسکرو ونډه ستره شوه.

زمونږ عسکرله همدي تاريخ نه وروسته پر خپل قسم ختلي او حلف يي مات کړي دي.اول ځل دوي کي خاينو افسرانو د بهرنيو په لمسون او دداود د قدرت غوښتونکي حرص نه په استفادي نظام او بادشاه او مشروطه شاهي اساسي قانون ته خپل قسم مات کړ او له وطن سره غداري وکړه.

بيا بله ډله د داود پر خلاف همدا کار وکړ. دداود په خلاف دري ځلي دا کار وشو تر څو دده پروني انډيوالان دده په راپرځولو کاميابه شول.کيڼ لاسي خلقيانو د روسانو په لمسون او مرستي بيا دخلکو په خلاف غداري وکړه او پر خپل قسم وختل.بيا ددغو خلقيانو په خلاف دري ځلي کودتاوي وشوي .خو کله چې تره کي دامين دوژلو قصد وکړ نو بيا امين خپل امر او مشر له واک نه وغورځوه او حتي وواژه. بل وار بيا د پوځ افسرانو د روسانو په مخامخ مرستي امين وواژه بيا غداري او خيانت. خو کله چې روس واک تر لاسه کړ دده د لاس پوڅي په مقابل کي هيڅ يو غدار خلقي يا پرچمي افسر له ډار نه کودتا ونه کړه مګر دا چې روس ووت بيا نو هماغه لوبه شروع شوه. دا ځلي تنڼي چې وزير دفاع وو د نجيب خپل امر په خلاف يي قسم مات کړ او دده د راپرځولو اقدام يي وکړ چې د روسانو د نه مرستي له امله ناکام شه.

هماغه جنرالانو چې نجيب سره يي د تڼئ په ځپلو کي مرسته کړي وه نجيب الله د کودتا په کولو سره له ارګ نه وتښتاوه او قدرت دوي ته او نظار شوراته ورسيد. دا ځلي چې روسان له جنرالانو سره ملګري وو دا کودتا کاميابه شوه.

اخر دا اردو د مجاهدينو د اخ او ډب په پايله کي دړې وړي شوه. د پوځ د تباهي اصلي دلايل شايد ډير وي خو اصلي علت ددوي غداري او خيانت دي.

له ۲۰۰۲ کال نه را په دي خوا په لس ها مليارده دالره بيا د يوه ملي پوځ په جوړولو مصرف شوي. دا پوځ څرنګه يو پوځ دي.

اول اجير عسکر دي، دوهم دا پوځ له هغو مناطقو نه راجمع شوي چې د ټولو اقوامو استازيتوب نه شي کولاي نو ملي کيدلي نه شي. ډېر زياد خلک له ولګي او فقر نه ورغلي دي. ددوي قومانده او فرمان د بهرنيانو په لاس کي دي نو د خپل امر د خوشحالولو په ځاي کوښښ کوي چې بهرنيان خوشحاله کړي او همدارنګه په خپل ماموريت شک لري خو کله چې ته ځان قربانول غواړي بايد د ماموريت په سپيڅلتيا بيخي باور ولري. خلک دوي ته په کرکه ګوري ځکه د بهرنيانو خوا کي جنګيږي. ددغه پؤځ اکثر جنرالان او افسران مسلکي او فني مهارت نه لري فقط د قومي او سياسي مصلحت په بنا د رتبي چېښتن ګرځيدلي نو ددوي جګړه ايزه وړتيا ټيټه وي.ډير نور افسران د پخواني اردو بقايا دي چې حد اقل د غداري تور له ځان نه نه شي ليري کولاي. که خلقي او که پرچمي او که جمعيتي يا نورو جهادي قومندانان دي. دا پوځ په څو مختلفو تشکيلاتو ويشل شوي او هره ډله د پيسو او اجرت له جهت نه بيلا بيل معاشونه او اجوري لري. خاص ګارد او کوماندو لکه تجاران عايد لري خو پوليس او نو عسکر يو پر پنځمه ددوي عايد نه لري. دا هم د نفاق سبب ګرځي.

دا عسکر وطن او دين او افغاني ارزښتونو ته ژمن نه دي او وفا داري نه لري .دوي روزل شوي چې ګواکي تروريزم له مينځه ويسي .او د ناتو اهدافو ته ژمن دي او بس . هغه جنرالان چې دوي ته امر کوي خصوصا په دغه اخرو کلونو کي اکثرا په اسلامي شعايرو باور نه لري . ددغه پوځ اصلي نيم ګړ تيا د هغه عسکري جګړه ايز مهارت اوطاقت دي .دوي په ډګر کي له طالبانو سره په جګړه کي ستونزي لري او پرته له هوايي مرستي هيڅ جنګيدلي نه شي. نو که يو ګاونډي هيواد پر خاوره تيري وکړي دوي به څه کوي؟ بله دا چې دا اردو فقط او فقط د داخلي سرکوب له پاره جوړ شوي تر څو وړي جنګي ډلي محو کړي خو د بهرني تجاوز که دا حتي تاجکستان وي توان نه لري. هوايي قوتونه يي فقط د چورلکو پوري محدوده ده. ناتو افغانستان ته د بهرني تيري په خلاف اسلحه او مهمات او هوايي جنګي الوتکي يا توغندي نه دي ورکړي او نه يي پس له دي ورکوي.

دا فوج نوري هم نيمګړتياوي لري خو اصلي خبره داده چې کله چې بهرني قوتونه ووځي نو:
دا پوځ زما په اند د امارت اسلامي په خلاف د مقاومت قدرت نه لري . زما ويره دا ده چې دا اجيره اردو د قومي اوعصبيتي تعصب له امله تجزيه او تقسيم نه شې. ځکه د هغه بنسټ په همدغه اومه اوخام معيار کيښودل شوي. له دي نه هم خطر ناکه داده چې دوي خپلي وسلي د يو بل په خلاف ونه ګر ځوي .په داسي يو حالت کي طالبان مجبوره دي چې د يو نوي فساد او کشمکش په مقابل کي جهاد وکړي.

دا يو تحليلي نظر وو .ضرور نه ده چې پيښي داسي وڅرخيږي لکه چې زه ويره لرم. خبري رواني دي هيله ده پس له څلويښتو کلونو له دو يرغلونو او له خيانت او فساد في الارض نه ستر عبرت او درس واخيستل شې او سليم عقل او ديني ارزښتونو ته ارجحيت او اولويت ورکړل شي.

ان شا الله و هو العزيز

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx