لیکنېنظــر

ګرانه! ما وبخښه، ډیر انتظار مې وکړ

نظر محمد مطمئن

د سولې بهیر کې د میرمنو ونډه:

امین الله عازمي افغان سوداګر دی، له خپلې کورنۍ سره یوځای له هیواده بهر اوسیږي، هغه د پروان له هزاره توکم څخه دی، د ګران هیواد د سولې ارمانجن دی.

کله چې ما د سولې برخه کې له هغه  یې د میرمنې د ونډې کیسه اوریده، سخت تکان مې وخوړ، چې خدای ج به له هغوی سره څه ډول معامله وکړي چې د دغسي مظلوم لس د آه لامل او لا هم د سولې مخالفت کوي.

امین الله خان وویل:”کال دوه وړاندي خبر شوم چې یوه ډله خلک په خلیج کې د افغان سولې لپاره هڅې کوي، له هغوی سره د سولې د یو ارمانجن په حیث ملګری شوم، ۱۵ کلونه کیږي چې همدلته خلیج کې اوسیږم، درې بچیان لرم، هغوی هم کوچنیان دی، او زما میرمن ورڅخه ښه پالنه کوي، زه به ډیر کله د سولې په همدې بهیر کې د شپې تر دوو بجو وځنډیدم، او کله چې به کور ته راغلم، میرمن به مې پر دي کار خفه وه چې ناوخته کورته ورځم، هغې ډیر ځله له ما وغوښتل چې له دي کاره تیر شم، خپلې سوداګرۍ ته لا ډیره توجه وکړم، او د شپې پر وخت خپل کور ته ځان ورسوم.

یوه شپه چې ډیر ناوخته ولاړم، اولادونه مې ویده شوې وو، میرمنې مې بیاځل استدلال کاوه چې د سولې په دغه نامعلوم بهیر کې ستا شتون کومه ګټه رسوي؟ له دي کاره تیر شه، خپلو اولادونو، کورنۍ او سوداګري ته دي پام کوه.

میرمنې ته مې وویل: سمه ده چې موږ دلته ارام او هوسا ژوند لرو، سمه ده چې په دي ناامنه حالاتو کې اړتیا نه لرو چې کابل او یا پروان ته ولاړ شو، سمه ده چې دا انديښنه نه لرو که په کابل او یا پروان کې چاودنه کیږي، زموږ اولادونه به پکې ووژل شي، او سمه ده که په کابل او یا بل ځای راکټونه ویشتل کیږي او یا بمبارد کیږي زما او ستا اولادونه پګې نه وژل کیږي، خو…

په کابل کې ستا د پلار کورنۍ ده، د هغوی په اړه دي فکر کړی؟ که همدا چاودنې او جګړه وي، کیدای شي یوه ورځ ستا ورور، ستا خور، ستا مور او یا پلار پکې ووژل شي، او یا دي نور خپلوان او دوستان پکې ووژل شي.

که همدا حالت وي، کیدای شي یوه ورځ پروان کې د چاودنو او یا بمبارد له امله زما پلار، ورور، خور او یا نور خپلوان ووژل شي، او بالاخره په هر چاودنه او بمبارد کې زما او ستا هیوادوال وژل کیږي؛ که د سولې برخه کې زما شتون لږ او یا ډیره ګټه لري او یا یې نه لري، مګر زما خپلوان او هیوادوال دا حق پر موږ لري چې په دي برخه کې کار وکړو، او کیدای شي، دا چې زه او ته یې عادي کار بولو، همدا زما او ستا د شپې د بیخوبۍ له امله الله ج زموږ پر مظلوم ولس رحم وکړي، او سوله راشي.

له دوو دریو ورځو لنډ دا ډول بحث کولو وروسته مې میرمنې ومنله چې زه د سولې بهیر کې د وخت او توان سره سم قرباني ورکړم، ډیر کله د سولې اړوند بحثونو کې د شپې تر ناوخته ناست یم، کله د شپې دوه بجې او کله هم درې بجې کور ته راشم، ګلالي ماشومان مې په خوب ویده وي، ډیره کله مې میرمن د ورتګ انتظار کوي، تر څو زما هرکلی وکړي.

په مېنه د شپې ناوخته کور ته د ورتګ هرکلی مي وکړي، شین چای راته کیږدی، ووایې: په ارام یې وڅښه، ستړی شوی یې، چای مې لا خلاص کړی نه وي، میوه (مڼه سپنه کړي، او یا انار دانه دانه کړي او یا کومه بله میوه) په دیره مینه یې را وړاندي کړي، ووایې دا وخوره، ته د خپلو هیوادوالو په غم کې ستړی شوی یې، زه همدومره کولای شم، چې د خپلو هیوادوالو سره د مینې او سولې د ارمان په تمه ستا خدمت وکړم، خدای ج دي زما دا خدمت قبول کړي.

امین جان وایې: کله چې مې پر میرمن خوب غلبه کړي وي، او زه د شپې ډیر ناوخته شم، هغې پر میز د شین چای او میوې تر څنګ لنډ لیک پري ایښی وي، او خپله له خپلو ګلالیو ماشومانو سره یو ځای استراحت شوې وي، لیکلي یې وي:

ګرانه! ما وبخښه، ډیر انتظار مې وکړ، خوب ډیر راباندی غالب شو، د ورځې د کور کارونو کې ستړې شوې وم، زه بخښنه غواړم چې کور ته ستا له راتګ مخکې ویده کیږم او ومې نشو کولای چې ستاسي هرکلي ته ویښه پاتې شم، تر سهاره دي په خدای ج سپارم.

امین جان وایې: کله چې سهار را ویښ شم، د سهار چای او ناشته یې په مینه راته چمتو کړي وي، او بیا ووایې: ګرانه! مه خفه کیږه، چې ونه توانېدم، ستا تر راتګ پورې وېښه پاتې شم، ګرانه! زه ډاډه یم چې ستاسي ستړیاوی به خدای قبولې کړي، سوله به راشي.

پر ما ګرانه! ستا لپاره مې کالي تیار کړي، چې هرکله وځئ، ماته ووایاست، که د سولې مجلس ته ځي، ځانګړي جامې مې درته ایښې او که خپل د سوداګرۍ په کار پسې ځای، د شخصۍ کار ځانګړې جامې مې درته اماده کړي.

ګرانه! په ډاډه خپلو کارونو ته ادامه ورکړه، زه له تا سره په دي برخه کې ملګري یم، د کور او بچیانو په اړه دي فکر مه کوه، زه یې خدمت کولای شم، تاسي لا ډیرې هڅې وکړئ چې هیواد کې مو جګړه پای ومومي، او سوله راشي”

هو! کله چې امین جان د سولې برخه کې د هغه د میرمنې د ونډې خبرې د هغه په لهجه او ډول کولې، زما له سترګو یې اوښکې توی کړی، چې په کور دننه او بهر زموږ خویندي او وروڼه پر خپل ولس او هیواد څومره مین او څومره مینه ور سره لري، خو ځینې هغوی چې په جګړه کي یې بچیان نه وژل کیږي، په جګړه کې خپلې شخصي ګټې او د واک دوام ویني؛ هغوی څومر بې رحمه او ظالم دي چې لا هم په هیواد کې د جګړې دوام او د سولې مخالفت کوي.

باوري یم چې د سولې مخالفین به ذلیل او د سولې ارمانجن به سرلوړي، او هیواد کې به تلپاتې سوله راځي ان شاء الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

بلی د سولی مخالفین او د سولی دښمنان او د خپل وولس وژونکی او ځوروونکی او د بمبارد او مینونو او انتحاری حملو عاملین او آمرین او اناری او انګورو باغونو ویرانوونکی او د استعمار مزدوران به حتماً ذلیل او خوار سی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x