دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتيا «دريمه برخه»

اسدالله رزين

نبي او کتاب داسې حقیقتونه دي لکه:د زړه خوځښت او د لمرحرارت او روښنایي:

له دې حقیقتونو انکار ناشونی دی او که یې څوک کوي نو بیا هغه خامخا د انساني ارزښتونو په کمي یا نیستۍ اخته او انسانیت یې تر سوال لاندې دی چې دغه تر ټولو لویه نیستي، بدبختي او ذلت ځکه ده چې په یوه خطرناکه ځان دښمني اخته او د هغه الهي نعمت لوریدنه پخپل ځان نه لوروي په کوم چې باید انسان،انسان ښکاره سي.

د داسې کسانو درملنه د امریکا ،اروپا او حتی د نړۍ په ټولو پرمخ تللو روغتونونو کې هم نه سې کیدای او که یې څوک درملنه غواړي، نو بیا دې خامخا د نبوت او وحې الهي روغتون ته مراجعه وکړي چې کافي ،شافي او دستي درملنه یې وسي.

د نبوت دغه بې ساري او نه ستړي کیدونکي بهیر په ډیر زغم او جذبې سره د خپل رسالت د سرته رسولو لپاره د وحیې په ښایسته او زړور چاپیریال کې خپل مخ په وړاندې ګامونه پورته کول او د بشر د فلاح او صلاح پړاونه یې لنډول او کله کله به یې هغه چاته هم انسانیت ته د رابللو ږغ ورکاو، چا چې به پخپله د خدایۍ دعوه کړې وه.

دغو زړورو انسانانو د هرچا چلنجونه ومنل او د هغه وقار او شهامت په بڼه کې به میدان ته ور ووتل کوم چې به ورته ښوونه سوې وه.

دا رنګه مناظرو او مباحثو به نور هم د انبیاؤ(ع) بلنې ته رنګ ورکاو او د الهي مبین دین اواز به د ډیرو نورو زړونو دروازې وروټکولې او هغه څه به یې ورواورول او ورولیدل کوم چې به یې د خټې غوښتنه وه.

د دارنګه ناستو جوړیدنه د نبي آرمان خامخاوو، خو په لاس کې شونتیاو یې بسنه نه کوله.

په داسې حالاتو کې به الهي غیرې مريي ځواکونه فعال او د دښمن په کور او د دښمن په خپلو شونتیاو به یې د دښمن د غرور ماتولو پروګرامونه پخپله د دښمن په لاسونو د دښمن په کور کې تیارول او د کاذب دښمن د عجز او ناوسي درسونه به یې د خلکو په زړونو کې ورځایول.

نبي به د یوه فاتح په بڼه کې رابرسیره کیده، خو دا فاتح به مغروره نه وو او په دنیا کې د سلاطینو او کفري واکوالانو ویاړ به یې نه درلوود.

سترګې به یې له اوښکو ډکې او په متواضع زړه به یې د عجز او سوال لاسونه د خپل رب په دربار کې پورته کړي وو او د بخشنې او مرستې زارۍ به یې کولې.

د ځان د بهادري او مېړانې لاپې یې نه وهلې او د هغو په بدل کې به یې د خلکو په غاړو کې د غلامۍ ځنځیرونه نه وراچول. ان تر دې چې فتحه به یې د خپلې میړانې پایله نه بلکه یوه الهي عطا به یې بلله.

دغه حالت به دښمن لا ډیر ځوراوه ځکه چې هغه یو وختي او مصنوعي انکساري حالت نه بلکه له زړه او له ټولو فطري غوښتنو راولاړ سوی اغیزمن حالت ؤ او داسي ښوونه یې کوله چې ددې ټول جریان له شا دیوه حکیم او قادر ذات اراده او حکم کار کوي، نو له ځانه سره به یې د حقیقت د جلوې په حقیقت او پخپله ماتې، عجز، ناوسۍ او نا امیدۍ اعتراف کولو ته اړ یوست او له یوه سخت دنننې کړکیچ سره به مخامخ کیده، خو له دې کبله چې خپل ولس ته یو مخ خوار او بې وسه نه وي ښکاره سوی، ګټو یې ټکر نه وي خوړلی او د سلطاني او خدایي دیوالونه یې هم نه وي کاږه سوي، نو په ښکاره به یې څه نه سوای ویلای، خو چې کله به یې وسایل بې وسه او نور به یې هیڅ هم نه سوای کولای، البته ډیر ناوخته به په اعتراف هم مجبوره سو، خو خوارکي ته یې ګټه نه رسوله.
پیغام اخستونکی ته د پیغام رسونې حق بلکل منل سوی وو.
د ټولو انبیاؤ(ع) د بلنې بنسټ په دریو مسئلو ولاړ و:
۱- تر ټولو واکونو لوی او لوړ واک یا اقتدار اعلی چې به وړاندې یې بنده ځان بنده بولي او د اطاعت په بڼه کې یې د اخلاقو او تمدن پوره نظام منځ ته راځي، هغه به د الله تعالی حق او ځانګرنه وي.

۲- د لوړ واک یا اقتدار اعلی د استازي په حیث به د نبي اطاعت کیږي.

۳- په انساني ژوندانه کې به د حل او حرمت، روا او ناروا قانون الهي وي.

تر څو پورې چې د یوه رسول پیغام په خپله سمه بڼه کې شتون ولري او انسانانو ته یې د ور رسیدو اسانتیاوې هم وي هلته بیا د کوم نوي رسول د ورتلو اړتیا نه وي، یعنې د رسول د راوړي نظام ژوند پخپله د رسول د ژوند معنی لري.

د رسول د راتګ مطلب دا نه دی چې هسې ایمان راوړه، اطاعت د هرچا چې کوئ کوه یې. لکه نن سبا نه دغسې نه ده، بلکې د رسول د بعثت مطلب داده هغوی چې له الهي درباره د انساني ژوند تیر لپاره کوم قانون او نظام را وړی، د هغه په وړاندې به ټول خود ساخته قوانین او ادیان لکه دموکراسي او نور ایسته غورځوئ او د الهي نظام په رڼا کې به د ژوند کولو ملا تړئ.

رسول ښوونکی، روزونکی، د اسلامي ژوند بیلګه او دارنګه امیر ده چې اطاعت یې په هره زمانه کې بې له چون او چرا لازم دي.

په انساني ټولنه کې د نبي مقام یا رتبه ځانګری ماهیت او حیثیت لري، له دې کبله که د عادي انسانانو خبرې سره کته پورته او یا څه توپیر پکې راسي. د انساني ژوند په څرنګوالي ځانګړی اغیز نه سي لرلای او که د نبي په خبره کې کوم توپیر را جوت سي، نو هغه خو بیا قانوني ارزښت پیدا کوي. همدغه لامل ده چې انبیاء(ع) د الله ترهمېشه څارنې لاندې وي، ترڅو یې یو ډیر وړوکی اقدام هم له الهي منشاء سره په توپیر کې نه وي.

انبیاء(ع) ټول د آدم(ع) اولاده او د لوی بشري کورنۍ غړي دي، د انبیاؤ(ع) د معصومیت معنی دا نه ده چې له هغوی نه د خطا، ګناه او لغزش استعدادونه اخستل سوي دي. تر څو د ګناه کولو هیڅ توان ونلري. بلکې معنی یې داده چې انبیاء(ع) د ګناه کولو توان لري، خو د ټولو بشري صفتونو، جذبو، احساساتو او غوښتنو له لرلو سره سره دومره نیک او له الله په ویره کې وي چې ګناه ته ور ګوري هم نه.

هغوی پخپلو ضمیرونو کې د خپل رب د جلال او عظمت دارنګه دلیلونه او ثبتونه لري چې خواهشات او ګناوې یې په وړاندې ځان نسي ښکاره کولای او د بري هیڅ صورت او څرک نه ور ښکاریږي او د کوم لغزش په صورت کې بیله ځنډّه د جلي وحیې په واسطه اصلاح کیږي. ځکه چې د نبي لغزش د یوه کس لغزش نه. بلکې د یوه امت لغزش وي، نو که لغزش د یوه ویښته په اندازه کې هم وي. بیا انساني نړۍ په یوه لو او خطرناکه ګمراهي کې پاته کیږي.

د انبیاؤ(ع) د اطاعت مسئله هم آسماني یعنې الهي لارښوونه او حکم دی، لکه چې فرمایی: (و ماارسلناک من رسول الا لیطاع باءذن الله)النساء ۶۱

د انبیاؤ(َع) د بعثت موخه دا نه ده چې دوی راوړی نظام به د کوم بل یا دموکراتیک نظام تابع کیږي. هغوی د آسمانو او ځمکې د مالک د استازو په توګه خپل راوړی د حق نظام غالب کیدل غواړي او ویني. او که په ځمکه کوم بل نظام وي هم هغه به د الهي نظام د مهربانیو او لوریدنو په عطایي ورکړه کې لکه د ذمیانو لپاره د جزیې نظام. د ژوند تیرولو حق تر لاسه کوي.

د فساد له منځه وړل د انبیاؤ(ع) دنده ده، د خدای له بندګۍ وتل د خپل نفس یا د بل چا بندګي غوره کول. الهي لارښوونې شا ته اچول. خپل اخلاق ، اجتماعي او مدني ژوند د داسې اصولو او قوانینو تابع کول چې بیله الله د بل چا له لار ښوونو اغیزمن او برخمن وي. هغه بنیادي فساد دی چې د ځمکې د نظام خرابي په ډول ، ډول بڼو کې را منځ ته کوۍ. د دغه فساد مخنیوی د قرآنکریم موخه ده. او له بله لوري قرآنکریم د انسان پام هغه لورې ته هم ور اړوي چې د ځمکې په نظام کې اصل فساد نه ده چې اصلاح سي. بلکې اصل اصلاح ده چې د انسان د جهالت او سرکشي په بڼه کې له فساد اغیزمن سوی دی چې الله د یاد فساد د ورکې او له نوي سره د نظام جوړولو او سمولو لپاره انبیاء(ع) را واستول. په دغه باره کې د قرآنکریم لید لوری د هغو له لید لوري سره توپیر لري. چې د داروین دغو د القایي ناسم او ړانده تصور ړنده او کڼه پیروي کوي.

همدغه حق ته په پام سره به کله کله په یوه وخت کې څو زړورو انسانانو په یوه سیمه کې د پیغام رسونې مسؤلیت سرته رساوه،ترڅو هیڅوک هم له دې انسانیت ساز لوسته بې برخې نه وي پاته سوي.

د نبوت دا هدایت یافته لړۍ بې ځنډه روانه او د ښه راغلي لیکې یې شیبه په شیبه اوږدې دي، ترڅو ‌‌ذهن سازي هغه انجام ته ورسیږي کوم چې ورته ټاکل سوی و.

په انسان کار کیده ترڅو له نبي او وحې سره بلد او داسې زده کړي چې انبیاء(ع)ټول حالاتو ته په کتو سره د یوه شریک پیغام استازي، ټول په حقه او د دوی په منځ کې د ښه او بد توپیر لویه ګناه ده او دغسې کول د انسان د واک په سیمه کې ځکه نه راځي چې ټول رب العلمین ګومارلي دي او کچی (معیارونه)یې هم له هغه سره دی.

د انبیاؤ(ع)دغې بنیادي او تمهیدي مرحلې خپل وار په بري سره سرته ورساو.

جهان یې بدل او انسان یې هم بدل کړ او د کامل پیغام او پیغمبرحضرت محمد مصطفی خاتم الانبیاء او امام الانبیا (ص) راتلو، لیدو او اوریدو ته یې تیار کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x