افغانستان

چین: افغانستان کې د اسټرالیاوي عسکرو جرمونه ټکان ورکوونکي وو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې اسټرالیاوي پوځ په افغانستان کې د خپلو یو شمېر عسکرو له لوري د ترسره شویو جنګي جرمونو راپور خپور کړ؛ چین وایي، یاد جرمونه ټکان ورکوونکي وو او باید عاملین یې محکمې ته کش کړل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند «ځو لیجیان» نن یوې ناستې ته ویلي، چې د نړیوالو عسکرو له لوري شوې کړنې د بشري حقونو د نړیوال کنوانسیون د اصولو خلاف بللې او په خبره یې  افغانستان کې د اسټرالیاوي عسکرو له لوري ترسره شویو جنګي جرمونو د راپورونو لیدو ټکان ورکړی.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې دا ډول جرمونه باید په جدي ډول وڅېړل شي او عاملین یې باید د عدالت مېز ته راکش کړل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ددې تر څنګ بشري حقونو ته د یو شمېر لویديځو هیوادونو په ژمنتیا شک ښودلی او په خبره یې، هغوی ځانونه د بشري حقونو مدافعین بولي؛ خو د اسټرالیا وروستي راپور یې حقیقت بربنډ کړ.

دغه څرګندونې وروسته له هغه دي، چې تېره اوونۍ د اسټرالیا پوځ تر څلور کلنو څېړنو وروسته د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې ځواکونو یې په افغانستان کې ۳۹ تنه بې ګناه افغانان وژلي او په جنګي جرمونو کې ښکېل دي.

د یاد راپور تر خپرېدلو وروسته اسټرالیا د خپل پوځ دیارلس تنه عسکر چې په جنګي جرمونو کې مستقیما ښکېل او یا هم د صحنو شاهدان و؛ له دندو ګوښه کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x