افغانستان

پروان: طالب بندي د ملي امنیت تر شکنجو لاندې ساه ورکړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په پروان ولایت کې د حکومت د ملي امنیت له لوري نیول شوي طالب تر دوه ورځني بند وروسته په زندان کې ساه ورکړې.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د قاري شاپور په نوم یو طالب جنګیالی چې د پروان ولایت د سیدخیلو ولسوالۍ د دوست محمد خیلو کلي اوسېدونکی و، دوې ورځې وړاندې په یاد ولایت کې د ملي امنیت له لوري په ټپي حالت کې نیول شوی و.

اعلامیه کې وړاندې راغلي چې شاپور په زندان کې د تحقیقاتو په مهال شکنجه شوی او وروسته یې په همدې حالت کې ساه ورکړې « د کره معلوماتو په اساس یاد اسیر د کابل ادارې د استخباراتي کارمندانو لخوا د تحقیقاتو په مهال د په خورا قساوت سره د شکنجو لاندې نیول شوی وو چې تیره ورځ شهید کړل شو.»

طالبانو ددې تر څنګ د بندیانو شکنجه او وژل جنایت بللی او په نړیوالو بشري بنسټونو یې غږ کړی، چې ددې ډول کړنو خلاف غږ پورته کړي.

یاده دې وي، دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د حکومت په زندانونو کې د خپلو بندیانو د مړینې او یا هم وژل کېدو خبر ورکوي؛ تر دې وړاندې هم په بیا، بیا هغوی له بندیانو سره د کېدونکي چلند څخه شکایت کړی او له نړیوالو بشري بنسټونو څخه یې غوښتي چې ددې ډول کړنو مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x