افغانستان

ایران د افغان سولې پروسې ته د امریکايي پروژې په سترګه ګوري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): ایران په افغانستان کې د سولې روانې پروسې ته د سپینې ماڼۍ د یوې سیاسي پروژې په سترګه ګوري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده له ارنا پریس خبري آژانس سره د مرکې په ترڅ کې د امریکا متحدو ایالتونو باندې تور لګولی له افغانستانه د خپلو عسکرو له ایستلو سره همهاله هڅه کوي د حکومت اوسني جوړښتونه له منځه یوسي.

نوموړي ادعا کړې، چې کابل او تهران دواړه دداسې اقدماتو شاهدان دي کوم چې په افغانستان کې د موجوده نظام د بنسټونو د نړولو لپاره په کار اچول شوي دي.

دغه ایرانی دیپلومات سره چې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو په میکانیزم نیوکه کوي، ترڅنګ یې افغانستان د امریکا له لوري اشغال شوی بولي او په خبره یې افغانان د اشغال سیوري څخه د خلاصون لپاره په هڅو بوخت دي.

نوموړي په عاجله توګه له سیمې او افغانستانه د امریکايي عسکرو وتلو باندې د ټینګار سربیره ویلي، چې افغانان کولای شي خپل امنیت په خپله وساتي او امریکايي عسکرو ته هیڅ اړتیا نه لري.

د خطیب زاده په باور د امریکا متحد ایالتونه او یو شمېر نور هېوادونه غواړي د کابل د اوسني حکومت دریځ کمزوری او طالبانو سره د یوې معاملې له مخې کابل حکومت د سولې مذاکراتو کې څنډې ته ټیل وهي.

نوموړی دغه راز ادعا کوي، د امریکا او یو شمېر نورو هغو هېوادونو پرخلاف چې غواړي د کابل حکومت د سولې مذاکراتو کې څنډې  کړي، ښايي ایران یوازینی هغه هېواد وي چې غواړي د سولې مذاکراتو کې د کابل حکومت لاسته راوړنې وساتي او له دغه حکومت څخه ملاتړ کوي.

ایران د قطر پلازمینه دوحه کې د سولې روانو مذاکراتو څخه ناخوښه دی او په داسې حال کې دغه مذاکرات د سپینې ماڼۍ یوه سیاسي پروژه ګڼي چې په کور دننه افغانان او نړیواله ټولنه دغو مذاکراتو ته تر بل هر وخت زیات هیله مند دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x