افغانستان

بادغیس کې د هوايي برید پرمهال د یوې کورنۍ ۱۳ غړي «شهیدان» شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د بادغیس ولایت په آبکمرې ولسوالۍ کې د دولتي الوتکو د هوايي برید پرمهال د یوې کورنۍ ۱۳ غړي په «شهادت» رسیدلي دي.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي الوتکو تیره شپه د آبکمرې ولسوالۍ په «کوکچائل» سیمه کې د امین الله په نوم د یو ځايي کس بمبار کړی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یادې کورنۍ ۱۲ غړي «شهیدان» شوي او په نښه شوی کور هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

له بل پلوه د کابل حکومت دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په آبکمرې ولسوالۍ کې یې د هوايي برید پرمهال د ملا امین الله خادم په نوم د طالبانو ولسوال وژلی دی.

په خبرپاڼه کې د ملا امین الله ترڅنګ د ۷ نورو طالبانو د وژلو ادعا هم شوې؛ خو په دغه برید کې یې د ملکي تلفاتو په هکله څه نه دي ویلي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو په ولسي خلکو او عامه تأسیساتو «ړندو» بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړې شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x