نړۍ

د ایران د اتومي پروګرام مخکښ ساینس پوه وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ایران د  اتومي  پروګرام مخکښ ساینس پوه «محسن فخري زاده» د ایران پلازمېنې «تهران» ته نږدې ترور شوی.

د ایران دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د فخري زاده پر موټر نن ماځیګر د ایران پلازمېنې «تهران» ښار ته نږدې «ابسرد دماوند» نومي سیمه کې ډزې وشوې او د نوموړي د ساتونکو او وسله والو تر منځ د ډزو په تبادله کې سخت ټپي شو چې روغتون ته تر لېږل کېدو وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د ایراني رسنیو د راپورونو په اساس، محسن فخري زاده چې د یوې څېړنې له مخې د ایران د پنځه سوه غښتلیو کسانو په ډله کې حساب شوی و؛ د  اتومي  پروګرام د څېړنو یوازینی ساینس پوه و چې د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر يې په یوه مهمه ناسته کې نوم اخیستی و او د خپل هیواد په تور لست کې يې شامل کړی و.

محسن فخري زاده چې د ایران په دفاع وزارت کې د څېړنې او تحقیقاتو د برخې رییس و، په ۲۰۱۴ کې یې یوه امریکایي ډيپلوماټ په اړه رویټرز ته ویلي و، چې که ایران د یورانیمو غني کولو ته کار ووایي او د بم تر جوړولو ورسېږي؛ نو فخري زاده به په دې برخه کې د ایراني اتومي بمب د پلار په حیث وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» پر فخري زاده شوی برید ترهګریز برید یاد کړی او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول «اروپايي اتحادیې» څخه یې غوښتي، چې یاد برید وغندي.

د ظریف په خبره، اسرائیل د فخري زاده په وژنه کې ښکیل دي چې باید دا کار یې د نړیوالې ټولنې له لوري یوه “تروریستي کړنه” یاده شي.

د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر په یوه پیغام کې فخري زاده «شهید» بللی او ګواښ یې کړی، چې د نوموړي غچ به واخلي.

د ایران د  اتومي  پروګرام مخکښ مشر داسې مهال ترور کېږي، چې د ایران-امریکا اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې او په دې وروستیو کې نړیوال ایران تورنوي چې له نړیوالو سره د کړې ژمنې خلاف یې زیات یورانیم غني کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x