روژه ماتې په نبوي مسجد کې – انځورونه

نن ټکی آسیا: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي: چاچي د روژتي روژه خلاصه کړه، هغه ته هم هغومره اجر رسیږي، څومره چې روژه تي ته رسیږي.

او همداسي ام المؤمنین حضرت عایشه رضي الله عنها فرمائي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو خلګو زیات سخي وو، خو چې کله به روژه راغله نو بیا به په سخا کې د یو تیزي سیلۍ غوندي چټک او خیر رسونکی وو.

دا او همدې ته ورته نور هم ډېر احادیث مبارک شته، او له همدې وجي هره رمضان میاشت مسلمانان کوشش کوي چې څومره ډېر وکولای شي، صدقات وکړي، او په خاصه توګه د روژه تیانو روژې خلاصي کړي.

کوم ایثار او اخلاص چې مسلمانان د روژه مات په وخت کې کوي، هغه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په لیدو ارزي، خو په مسجد نبوي کې بېل خوند او روحانیت لري.

د مسجد نبوي په بهرنیو او داخلي ساحو کې د هر دوه صفونو په مینځ کې د مازیګر له لمانځه وروسته دسترخانونه هوار شي، او بیا یی مالکان په لارو او دروازو کې ودریږي، مسلمانان راګرځوي، او ددوی سره د روژې خلاصولو دعوت ورکوي.

دغه دعوت دومره مخلصانه او له میني ډک وي، چې مقابل لوري ته یې په ردولو حیا دریږي.

د نن ټکي آسیا همکار عبد الله چې دا وخت په مدینه منوره کې دی، خپل احساسات داسي راسره شریک کړل.

زه خو شرمیږم چې دومره زیات دعوتونه ردوم، د حرم شریف په اوله دروازه چې را ننوتم، او څومره په سي دننه لاړم، په لارو کې د ماشومانو، ځوانانو او سپين ږیرو له خوا په ډیره مینه او شفقت سره دهغوی دسترخان ته دعوت شوم، او ځکه چې ماته یې خوند راکوی، او غوښتل می چې دغه صحنه راته تکرار شي، کوشش مي داوو چې چا سره ژر قناعت ونه کړم.
نوموړی وایي چې دلته عادت داسي جوړ شوی، چې د مدیني خلګو خپل منځ کې د مسجد دننه او بهر ساحې ټولي سره تقسیم کړي، هره کورنۍ، قبیله یا ټولنه خپل ځانته یو دسترخان لري، چي هر کال یې هواروي، او هر کال د روژې دلومړۍ ورځي څخه بیا تر پایه او ځیني یې لا آن د شوال میاشتي تر اخیري پوري خپل دسترخانونه په رنګا رنګ خوړو او نعمتونه ښایسته کوي.
—–
عبد الله زیاتوي: د مسجد نبوي دننه او بهرني ساحې دا فرق لري چې دننه ساحې ته هغه توکې نه پریښودل کیږي، کوم چې امکان لري د مسجد دننه ساحه ګنده کړي، لکه لندې میوې، وريجي، غوښي، جوس، او شلومبې.
خو د مسجد څخه بهر ساحه کې بیا دسترخانونه په هر قسم نعمتونو پوښلي وې، هلته تر یو حده بندیزونه کم دي، او خلګ کولای سي خپل دسترخانونو په جوسانو، شلومبو، وریجو، او غوښو مزین کړي.

دلته یوه خبره ده چې دا دسترخانونه یوازي په عربو پوري خاص نه دي، بلکې ډیری افغانان، هندیان، پاکستانیان او د نورو هیوادونو خلګ چې دلته مدینه کې اوسیږي، خپل خپل دسترخانونه لري، چې له کلونو کلونو راهیسي ورته په میراث پاته دي، او همداسی به تر نسلونو ورته پاته وي.

د دسترخانو مسؤولینو له ځانه سره د خپل کور ماشومان هم را وستلي وي، چې هغوی د مسجد په باندینۍ ساحه کې لا راتلونکو حجاجو کرامو او زایرینو ته په انتظار ولاړ وي، او چې کله یو راسي نو تر لاس یې ونیسي، په زارۍ او عجز یې تر خپل دسترخانه رسوي.

زه چې چیرته ناست وم، هلته یوه ځوان د خپل کور ماشومان را وستلي وه، چې ده ته به یی خال (ماما) ویل، او خپل انجازات او لاسته راورني به یی ورته بیانول چې ګوره ماما بل میلمه مي را وستی، او هغه به شاباش ورکوی، او د څه انعام وعده به یی هم ورکړه، او ورته ویل به یې چې هلۍ وخت ختمیږي، نور راولی، چې بل چیرته درنه لاړ نه شي، او دغه ماشومان چې لاندي یې انځورونه سته، درې څلور به په حاجي را وګرځېدل، او په ډېر خلوص به یی خپل دسترخان ته را رسول.

کله چې اذان وسو، دوی هم د نورو په څېر ګوښه کښېنستل او خپلي روژې یې ماتي کړي.

د روژه مات وروسته اقامت او لمونځ کیږي، خو په دغه منځ کې ټول دسترخانونه ورک او د مسجد ساحې په څو لحظو کې داسي پاکي سي، چي بیا ددې هر څه هیڅ اثر نه شي پاته، د لمانځه وروسته بیا همدا ځوانان ولاړ وي، عربي قهوه، توري چایی، د زنجبیل چايي، د زمزمو اوبه او خرما یې په لاس کې نیولي وې او تقسیموي یې.

نوره کیسه په لاندي انځورونه کې مطالعه کړئ:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د