نظــر

خوړونکي سپي باید ووژل شي

عالمګیر ګوهر

کله چې څوک پر زمکه فساد خپروي، دالله او د رسول صلی الله علیه و سلم سره جګړه کوي. قران د دوی د وژلو، ځړولو، لاس او پښې پرې کولو او د وطن څخه د شړلو حکم ورکړی دی.

د دې څخه معلومیږي چې د یوې مسلمانې ټولنې امن چې هر څوک د خپلو موخو ترلاسه کولو په خاطر یا د کفارو د خوشالولو په موخه خرابوي د هغوی وژنه په ښه توګه روا او د ټولنې د سلامتیا لامل دی.

د امن او سلامتیا څخه له کلونو کلونو محروم افغان ولس چې تازه یې د سولې هیلې  راټوکیدلي دي د یو څو حاکمو چارواکو لخوا د سولې له نعمت څخه د محرومولو په درشل کې دي همدغه څو چارواکي د نننۍ ورځې د ټولې خون خرابی لامل ګرځیدلي دي. د دوی په همدې کړنو کې لاس دی، دوی نه غواړي چې دې ټولنې ته امن او سکون راشي بلکې دوی یوازي د خپل واک غځیدل او پاتې کیدل غواړي.

یو مولوی صیب نن په یو مجلس کې ویل چې دا خلک باید ووژل شي ځکه چې که سوله وشي بیا به هم دوی د ټولنې امن خامخا خرابوي د دوی مثال د ضررناکو سپیو غوندې دی. د مضرو سپیو وژنه د منطقې په مسوؤلینو لازمه ده. په دې ځای کې ماته د طالبانو د وخت د خوست ولایت د صحت عامې د رئیس ډاکټر فقیر خبره را یاده شوه.

ډاکټر فقیر یو پخوانی مجاهد دی. د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اوسیدونکی په قوم تڼی دی. د پراخې تجربې او د ښه جرأت خاوند دی. یوه ورځ یې کیسه کوله وایې د امارت د حاکمیت په زمانه کې زه د خوست د صحت عامې رئیس وم. د نصیب کارونه وو چې د خوست والي او قومندان دواړه  کنداهاریان وو چې کوم څه به ورته ښه ښکاریدل هغه به بیا قانوني اصولي کار وو؛ خو چې کوم شی به یې په مزاج شریف برابر نه وو، هغه به بیا حرام قطعي وو. نو خبره داسې وه چې یو وخت د خوست په بازار کې سپي ډیر شول، د بازار هره کوڅه ترې ډکه وه، ځیني خلک یې وخوړل دوکاندارانو صحت عامې ته شکایت وکړو. زه له خپل ټیم سره په بازار وګرځیدم چې د بازار وضعیت له نږدې وګورم خو چې بازار ته ورسیدلو د سپیو  رنګ رنګ لښکرې مې ولیدې. نو ما خبره  جدي ونیوله او د ولایت مقام مهمې غونډې ته مې دا قضیه  وړاندې کړه او د سپیو په ضرر ورته وغږیدم. له خطرناکو پایلو مې یې خبر کړل. والي صیب محترم په نیمایي کې را غږ کړ، څه سر نا خلاصی ډاکټر یې، مهم مجلس ته دې یوازي د سپیو قضیه راوړي ده. ماویل دا ډیره خطرناکه قضیه ده. باید امنیه قومنداني له ماسره په دې کې مرسته وکړي والي صیب وخندل وایي دا خو ریښتیا سر نه خلاصی یې. نو د مجلس څخه نا امیده راووتم. ماویل اوس خدای درباندې حاکم کړی دی چې نه پوهیږي زه به یې څه پوه کړم.  خو په هر صورت زما مسؤلیت دی باید زه یې چاره وکړم د شفاخانې پرسونل مې را وغوښت په بازار کې مو د موږکانو دوا ورته واخیستله په خپل مصرف مې غوښه هم واخیسته، د غوښو په منځ کې مو د موږکانو زهر ورته واچول په مختلفو کوڅو کې مو غوښه ورته کیښوده، له شاه څخه مې کسان ورته مؤظف کړل چې سپي تعقیب کړي چې څه پیښیيږي. کسان بیرته راغلل وایي ډاکټر صیب دغې فارمولې خو نتیجه ورنکړه سپي به ورته راغلل ډېر هوښیاران وو ( لکه اوسني سوله ضد) پوزه به یې ورنږدې کړه، غوښه به یې بوی کړه دستي به یې تکتیکي عقب نشیني وکړه. ټوله غوښه او زهر به دغسې پاتې شول.

ډاکټر صیب وویل چې دې خبرې غمجن کړم. لږ ورته غلی شوم خو دستي مې کسانو ته غږ وکړو ما فکر کړی وو چې  دا کار به په پټه سر ته ورسیږي او والي صیب  امنیه قومندان به هم پرې خبر نشي خو چې دغه پلان کار ورنکړ توکل په خدای مجبور یو چې  پلان (B) وکاروو.

والي صیب هم د فیل په غوږ کې ویده وي. که خدای کول نه خبریږي تڼیو ته مې حال ولیږو دیرش نفر جنګیالي تڼي مې را وغوښتل کلاشینکوفونه او ښه ډک ډک کمربندونه مو تر ملاوو ور وتړل. د جمعې ورځ مو د سپیو د ځپلو لپاره انتخاب کړه؛ ځکه په دې ورځ به په بازار کې رش کش کم وو. جنګیالي مې د بازار په کوڅو کې تقسیم کړل امر مې ورته وکړو چې تیار په کمین کې زما وروستي امرته انتظار اوسي. دوه تراکتور (ټیکټر ) مې د جنګیالیو شاته مقرر کړل. څنګه چې مازدیګر لمونځ وشو، دوکاندارانو ته مو سړی درولی وو هغو ته یې وویل چې کورونو ته لاړ شئ په بازار کې ګرځبندیز دی. د حالاتو د کنترول او ښه انسجام لپاره د بازار مرکزي نقطې ته په  خپله راغلم چې څنګه په بازار کې د انسانانو خاموشي شوه نو د ټولو جنګیالیو حال مې وپوښت ډاډ یې راکړ چې ستا امر ته ګوته په ماشه ناست یو. نو ما هم بې له ځنډه د سپیو د قتل عام امر صادر کړو د خوست بازار په هره خوا کې د ډزو غږونه پورته شول کټ مټ یې د خوست د فتحې هغه ورځ رایاده کړه په کومه ورځ چې مونږ د کمونستانو او دوستمي ملیشو څخه خوست نیولی وو. زه یې په ننداره ولاړ وم او جنګ قومنده مې په لاس کې اخیستي وه، د هر لوري به سپی راتلل په بله کوڅه به ننوتل له هغې کوڅې به یو ناڅاپه ضربه شوه. سپی به یې څټ مخ رواړوو له شا څخه به ټیکټر پسې روان وو مامورین به په منډه ترې راکوز شول د وژل شویو سپیو جسدونه به یې د ټیکټر باډۍ ته ور واچول دستي به یې مخ پر وړاندې حرکت پیل کړ. لنډه دا چې د خوست په بازار کې په دغه مازدیګر په سپیو سم قیامت جوړ وو. نیم ساعت چې پوره کیدو راپورچیانو د ورستي سپي د وژل کیدو زیري راباندې وکړو باور دې وشه چې بسته دوه ټیکټره له وژل شویو سپیو ډک وو دستي مې د ټیکټر والا ته امر وکړ چې له بازار یې وباسی او په کومه دښته کې یې له خاورو لاندې کړئ.

عجیبه خبره دا وه چې دومره لویه کودتا وشوه. خو نه والي صیب خبر شو او نه امنیه قومندان. او د خوست اوسیدونکي د سپیو له شر څخه په امان شول.

نو دیته په پام که څوک هم په ریښتیا  د دې  ټولنې امن او امان غواړي نو بله چاره یې نشته بې له دې چې د ډاکټر فقیر صیب نسخه پرې استعمال نکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x