روغتیا

هغه «۸» خطرناکې نښې چې څرګندوي «تاسې په شکر اخته شوي یاست»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): که په شکر ناروغۍ کنترول ونه لرل شي دا د (diabetes mellitus) د خطرناکې ناروغۍ په توګه تشریح کیږي، په کار ده چې باید ژر تر ژره وپيژندل شي او هغه نښې چې د شکر له راتلو وړاندې څرګندیږي معلومې شي.

روغتیا پوهان ځينې داسې نښې په ډاګه کوي چې په شکر ناورغۍ له اخته کېدو وړاندې څرګندیږي، په داسې حال کې اړینه ده سمدلاسه متخصص ډاکټر ته رجوع وکړل شي.

د شکر ناروغۍ وختینۍ نښې په لاندې ډول دي:

زیاتې بولې راتلل

د سختې تندې احساس کول

د عادي خوراک سربېره د سختې لوږې احساس کول

سخته ستړیا

د سترګو لید خړیدل

د ټپونو ژر نه ښه کېدل

د زیات خوراک سربېره وزن له لاسه ورکول، دغه ډول نښې د لومړي ډول شکر ناروغۍ دي

په لاسونو او پښو کې د بې دمۍ، بې هوښۍ او دردونو احساس کول.

ایا د شکر نښې ناڅاپي راڅرګندېدای شي؟

د امریکا د شکر ناروغۍ د ټولنې په وینا، هغه کسانو کې چې په لومړي سر کې په لومړي ډول شکر اخته کیږي احتمال لري ناڅاپي نښې راڅرګندې شي، په داسې حال کې چې په دویم ډول شکر کې نښې یا په تدریجي ډول څرګندیږي او یا هم ځینې وختونه هیڅ نښې نه لري، دوهم ډول یې د لومړي په پرتله زیات خطرناک دی چې ۹۰ سلنه ناروغان لري.

شکر یوه میټابولیکه ناروغي ده چې لامل یې د هورمون انسولین کموالی یا هورمون ته د بدن د حجرو د عادي عکس العمل ضعیف کېدل دي، د کوم په واسطه چې په وینه کې شته شکر (ګلوکوز) حجرو ته داخلیږي، او د وینې ګلوکوز په وینه کې له عادي کچې څخه لوړوي.

په نوي زیږیدلي ماشوم او یا نورو ماشومانو کې د لومړي ډول سرطان نښې کومې دي؟

زیاتې بولې کول

ډیره اندازه اوبه څښل

وزن له لاسه ورکول

ستړیا

ځينې مهال ماشوما تشناب ته د تلو عادي وي او د شپې پرمهال په بستره کې بولې نه کوي خو لکه څرنګه چې ماشوم د شپې لخوا بهر نشي وتلی د یادې ناروغۍ له کبله بستره لوندوي، ځکه چې دا ماشوم زیاتې بولې کوي او د کنترول توان یې نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x