روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان په لومړي ځل «د کرونا د ژر له منځه تلو» خبر ورکړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کرونا ویروس له راڅرګندېدو کابو یو کال وروسته د لومړي ځل لپاره د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه خوشبینې ښودلې او د یادې ناروغۍ د ژر له منځه تلو خبر یې ورکړی دی.

د روغتیا سازمان د بیړنیو برنامو مشر «مایک رایان» تمه لري چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ واکسینو په راتلو به نړۍ به ډیر ژر د کرونا وبا له شره خلاصه شي.

مایک رایان وایي، د کرونا ضد واکسینو سره به ډیر ژر نړۍ عادي حالت ته راشي، ددې د اوسني ګامونو سره به د بندیزونو مخنیوی وشي او ناروغي به له خطره وژغورل شي.

د روغتیا سازمان له لوري څو میاشتې داسې ناببره خبرونه او خبرداري خپاره شول چې له کرونا ویروس څخه د نجات لار یې کابو له خلکو ورکه کړې وه، خو په اوسني خبر او د کرونا ضد واکسینو له ۹۰ سلنه زیات اغیز سره نړۍ ته دا امید او پيغام ورکړل شو چې په راتلونکو میاشتو کې د یادې ناروغۍ اغیز مخ پر کمېدو دی.

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ وویل چې د کرونا ویروس واکسین به په راتلونکې اونۍ کې پېل شي، په دې تړاو ډیری هېوادونو د ژر تر ژره واکسینو ترلاسه کولو لپاره پلانونه جوړ کړي دي.

ټرمپ د خبرو پرمهال یادونه وکړه، په لومړي سر کې به دغه واکسین د لومړۍ کرښې کارګرانو، طبي کارګرانو او سپين ږیرو ته ورکول کیږي، په داسې حال کې به د واکسین استعمال لپاره په دوهم لیست کې هغه کارګران وي چې له کور څخه دندې پر مخ وړي.

اوسمهال په نړۍ کې شاوخوا د کرونا ضد درې ډوله واکسین کارونې ته چمتو شوي دي چې پر خلکو یې اغیز له ۹۰ سلنې زیات دی او د روغتیا سازمان تایید یې ترلاسه کړی دی.

ددې خوشبینۍ په جریان کې د واکسینو تولید کونکو ترمنځ سیالي نوره هم ګړندۍ کیږي، ځکه چې هندوستان له روسیې سره د «سپوتنیک وي» کرونا پر وړاندې واکسینو لپاره هر کال د ۱۰۰ ملیونه خوراکه لاسلیک کړی دی.

دغه راز اروپایي اتحادیې او یو شمېر نورو هېوادونو د امریکايي شرکت فایزر او جرمني شرکت بایونټيک له لوري په ګډه چمتو شوي واکسینو ترلاسه کولو لپاره وار له مخې تړونونه لاسلیک کړي دي. د واکسینو په دې لړۍ کې د اکسفورډ پوهنتون هم واکسین چمتو کړي چې له ۹۰ سلنې زیات اغیزناک دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

موږ خو دا د نړیوالو سازمانونو خصوصاً روغتیائی سازمانونو په پیشو بازیو سر نه خلاصیږی.
یوه ورځ یو څه وائی او بله ورځ بل څه وائی.
داسی ښکاری چی د اصلی حقائقو د څرګندولو څخه اوس هم ډډه کیږی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x