نړۍ

عراق : په مختلفو پېښو کې ۴۷ تنه مړه او ۱۶۰ نور ژوبل شول

l

نن ټکی اسیا : په عراق کې په بېلابېلو ښارونو کې دچاودنو او نورو خونړیو پېښو له امله ۴۷ تنه وژل شوي او تر ۱۶۰ زیات
ژوبل شوي دي .حکومتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د کوت په ښار کې دموټر بم او دسړک دغاړې دماین په چاودنه کې ۳۷ تنه ووژل شوي او ۶۸ تنه نور ژوبل شویدي .چارواکي وایې چاودنه دګڼې ګوڼې په علاقه کې رامنځ ته شوې چې کیدای شې دمرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي .

دبعقوبه په ښار کې نامعلومو وسله والو په دپولیسو په پوسته برید وکړ چې له امله یې څلور تنه ووژل شول .دیوبل خبر له مخې په نوموړي ښار کې درې چاودنې وشوې چې ۳۱ تنه پکې ژوبل شول .

دتکریت په ښار کې وسلوالو په زندان حمله وکړه چې له امله يې درې تنه پولیس ووژل شول او اووه نور ژوبل شول .

دنجف په ښار کې دموټر بم دوو چاودنو کې دوه تنه ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول .

همدارنګه دکرکوک په ښار کې چاودنې یو تن وواژه او ۱۴ نور ژوبل کړل .دبغداد لویدیځ ته دمنصور په ښار کې دچاودنې له امله پنځه تنه ووژل شول                                                                                                      

                                                                                             عابرمسافر/ کوټه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x