
کرکټ؛ استرالیا، نیوزیلاند او انګلستان لوبډلو خپل سیالان مات کړل
نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): له اوږد ځنډ یو ځل بیا وروسته په نړۍ کې د کرکټ په زړه پورې سیالۍ پېل شوې، چیرته چې استرالیا د هندوستان، انګلستان د سویلي افریقا او ویسټ انډيز د نیوزیلاند پر وړاندې مخ شوي دي.
د نړیوالو سیالیو په لړ کې هندوستان د یو ورځنیو، شل اوریزو او ټيسټ سیالیو لپاره استرالیا ته، سویلي افریقا د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لپاره انګلستان ته او ویسټ انډيز د شل اوریزو او ټیسټ سیالیو لپاره نیوزیلاند ته سفر کړی دی.
د استرالیا او هندوستان ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ:
په یاده لوبه کې پچه استرالیا وګټله او لومړی یې د توپ وهونې پریکړه وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو هندوستان ته د ۳۷۵ منډو ستر هدف وټاکه. ددوی لخوا آرون فینچ او سټیو سمیت په زړه پورې سلیزې ووهلې.
په ځواب کې هندوستان د چټک پېل سربېره ویکټې له لاسه ورکړې او په ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۸ منډې وکړې، دوی د ۶۶ منډو په توپیر لومړۍ ماتې ومنله.
د نیوزیلاند او ویسټ انډيز ترمنځ شل اوریزه سیالۍ:
په یاده لوبه کې ویسټ انډيز لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۰ منډې جوړې کړې چې د اورښت له کبله لوبه ۱۶ اورونو ته راښکته شوه، ددوی له لوري کرن پولارډ په ۳۷ توپونو د ۸ اسمان څکو شپږیزو په مرسته ۷۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
په ځواب کې نیوزیلاند لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۶م اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ، ددوی لخوا جیمز نیشام چټکې ۴۸ منډې جوړې کړې او لوبډله یې په بریا ونازوله.
د انګلستان او سویلي افریقا ترمنځ شل اوریزه سیالۍ:
د یادو لوبډلو ترمنځ په لومړۍ شل اوریزو سیالۍ کې سویلي افریقا لومړی توپ وهنه وکړه، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۰ منډې هدف وټاکه، ددوی لخوا فاف ډوپلیسي ۵۸ زیاتې منډې جوړې کړې.
په ځواب کې د انګلستان لوبډله وتوانېدله د چټکو ویکټو له لاسه ورکولو سربېره هدف بشپړ کړي، ددوی لخوا جوني بیرسټو ۸۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې په مرسته یې انګلستان د ۵ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.