افغانستان

کابل ښار کې غبرګو چاودنو د ۲ قاضیانو په ګډون ۷ تنه مړه او ژوبل کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): نن سهار د کابل ښار په شپږمې او یوولسمې امنیتي حوزو کې د دوو مقناطیسي چاودنو له کبله د ۲ قاضیانو په ګډون ۷  تنه مرګ ژوبله اووښتې ده.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا ۷ نیمې بجې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند امید سبز ښارګوټي کې پر یو فورډ ډوله موټر د مقناطیسي ماین له کبله رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې ۳ تنه ټپیان شوي.

نوموړی زیاتوي، دوهمه چاودنه د سهار په اتو بجو او لسو دقیقو د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې ګولایي سینما ته څېرمه پر یو لنډکروزر موټر هم د مقناطیسي ماین په مټ ترسره شوې.

نوموړی زیاتوي، په دغه چاودنه کې موټر ویجاړ شوی او ۴ تنه سپرلۍ یې ټپیان شوي دي.

له لومړۍ چاودنې سره په تړاو د جلال محسني په نوم یو تن چې ځان د مهاجرینو چارو وزارت ویاند معرفي کوي، رسنیو ته ویلي چې د امید سبز ښارګوټي سیمه کې چاودنه د هغه پر موټر شوې ده.

له بل پلوه یوې بلې سرچینې بیا رسنیو ته ویلي، د خیرخانې ګولایي سینما سره چاودنه د قاضیانو په لنډکروزر شوې، چې له امله یې ۲ تنه قاضیان مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د عدلیې وزارت رسنیز دفتر تراوسه ددغو وژل شوو قاضیانو د هویت په اړه څه ویلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x