افغانستان

جوبایډن ښايي له ګوانتانامو یو شمېر بندیان آزاد کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د رسنیزو راپورونو له مخې ښايي د امریکا نوی غوره شوی ولسمشر جوبایډن د ګوانتانامو له «بدنام» زندان څخه یو شمېر بندیان خوشې کړي.

اسوشیټید پریس خبري آژانس د هغو زندانیانو (چې د خپل ژوند نیمایي عمر یې په دغه زندان کې تیر کړی) وروستۍ استماعیه غونډې ته په اشارې لیکلي، هغوی تر پخوا زیات هیله مند ښکارېدل.

 جوبایډن د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په دوره کې هم په ګوانتانامو زندان کې د بندیانو ساتلو سره موافق نه ؤ،  اوس هم ښايي د خپلې واکمنۍ د دورې له پیل سره سم په دې تړاو د اوباما د د وخت تګلاره چې د ټرمپ لخوا درول شوې وه، بیرته له سره پیل کړي.

باید وویل شي چې اوباما د خپلې واکمنۍ پرمهال د دغه «بدنام» زندان ګڼ شمېر بندیان چې د بند موده یې د مختلفو دلایلو له کبله لازمه نه بلل کېده خوشې کړل؛ خو واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو سره سم دغه لړۍ ودرول شوه او اوس داسې هیلې پیدا شوي چې واک ته د بایډن له رسېدو سره به یاده لړۍ بیرته له سره پیل شي.

د ګوانتانامو په «بدنام» زندان کې دا مهال د محمدرحیم او اسدالله هارون په نومونو دوه تنه افغانان پاتې دي، چې د طالبانو او ګڼو بشري او حقوقي سازمانونو لخوا یې د خوشې کولو غوښتنې شوي؛ خو د امریکا حکومت لاهم په دې اړه کوم مثبت ګام نه دی پورته کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x