شعـــــرونه

واک د نااهلو سره امر دلته غل کړی دی/همراز

مدثر همراز

خپله مو خرڅ کړه په کانونو مو یرغل کړی دی!
ګناه لالونو کړی  ټول جرم ځنګل کړی دی!

واک د نا اهلو سره امر دلته غل کړی دی!
داسې نیکانو په دې لار باندې مزل کړی دی!

که مو دښمن نه جنګ ګټلی خو دا هم سمه ده
چې مونږ د سولې په ځای خپلو کې اوربل کړی دی!

روغ مو فساد کړی دی غلا یې کړې مرګ یې کړی
په سمه لاره تګ په دواړو پښو شل کړی دی!

په اسلام زار ددې هیواد اصلي اتله څه شوې
د مور په زړه ګزار د دې دور اتل کړی دی!

له دین یې خلاص کړې او دنیا یې ښه بې شانه درکړه
په ځان پوهیږي نه جانان درباندې چل کړی دی!

نه شنه خالونه شته نه سرې شونډې او تورې سترګې
همرازه دا څه ډول کار دې په غزل کړی دی!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x