افغانستان

امریکا په افغانستان کې خپلې ۵ نورې پوځي اډې هم تړلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د واشنګټن پوست ورځپاڼې د راپور له مخې امریکايي ځواکونو د روان کال په فبرورۍ کې له طالبانو سره د سولې تړون د یوې برخې د تطبیق په توګه افغانستان کې خپلې لس سترې پوځې اډې تړلې دي.

که څه هم دغه امریکايي ورځپاڼه له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو د پایلو په اړه څه نه وايي؛ خو زیاتوي چې د دغو پوځي اډو له تړلو سره زرګونه امریکايي عسکر هم له افغانستان څخه وتلي دي.

د ورځپاڼې د راپور په بنسټ د دوحې تړون مطابق په لومړنیو ۱۳۵ ورځو کې به کې پنځه سترې امریکايي اډې په افغانستان کې تړل کېدلې، چې دا کار عملا په ارزګان، هلمند، لغمان او پکتیا ولایتونو کې د امریکايي پوځي اډو په تړلو او زرګونو امریکايي عسکرو ایستلو سره عملا ترسره شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، د امریکايي عسکرو پنځه نورې سترې نظامي اډې چې په کابل، بلخ، ننګرهار، فاریاب او زابل ولایتونو کې تړل شوي، د دوحې تړون د هغې مادې سره تړلي چې له مخې به یې په ۱۴ میاشتو کې دننه افغانستان کې د امریکايي عسکرو ټولې نظامي اډې تړل کیږي او د عسکرو شمېر به یې صفر ته راټیټیږي.

امریکايي عسکر په داسې مهال افغانستان کې د خپلو نظامي اډو او مرکزونو تړلو ته دوام ورکوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د امریکايي ادارې لوړ پوړي چارواکي د راتلونکي کال تر اپریل میاشتې له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو ایستلو باندې ټینګار کوي.

په دې لړ کې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تیره ورځ څرګنده کړې، چې ډونالډ ټرمپ نه غواړي امریکايی عسکر په هغو برخو کې پاتې شي چې حضور یې د امریکا د امنیت لپاره واقعا ګټور نه وي.

نوموړي له فاکس نیوز سره په مرکه کې افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو په تړاو د کابل حکومت د مشر اشرف غني د څرګندونو پرخلاف ویلي، د امریکا امنیت په افغانستان کې د امریکایي عسکرو په شمېر پورې تړاو نه لري، بلکې په خبره یې امریکايي عسکر ګواښونو ته د ځواب ورکولو وړتیا لري.

پومپیو زیاتوي، د امریکا د ولسمشر هدف له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل او له ګواښ څخه ددغو ځواکونو ساتل دي: «ولسمشر ټرمپ په څرګنده ویلي، موږ به له خپلې خاورې دفاع وکړو؛ خو کله چې په یو ځای کې د امریکا او زمونږ د متحدانو لپاره زمونږ د عسکرو حضور واقعي امنیتي پایلې ونه لري، هغوی له ګواښ سره نه مخ کوو.»

د امریکا دفاع وزارت تردې وړاندې اعلان کړی ؤ، چې د روان کابل تر پایه به افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر تر ۲۵۰۰ پورې راښکته کړي او پاتې نور عسکر به له ټاکلي مهالویش سره سم ویستل کیږي؛ خو د ناټو ټلواله بیا وايي چې په افغانستان کې ددوی د ۷۰۰۰ عسکرو د برخلیک په تړاو لا تراوسه پرېکړه نه ده شوې.

د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ لاسلیک شوي د سولې تړون کې لومړۍ برخه کې داسې راغلي: «متحده ایالتونه ژمنه کوي چې د متحده ایالتونو، متحدینو او د ائتلافي شریکانو ټول نظامي ځواکونه، د ټول غیر دیپلوماتیک ملکي پرسونل، شخصي امنیتي قراردادیانو، روزونکو، مشاورینو او د حمایوي خدماتو پرسونل په ګډون، د دې توافقنامې له اعلان سره سم په څوارلسو(۱۴) میاشتو کې له افغانستان څخه وباسي او…»

له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو لړۍ په داسې مهال دوام مومي چې ویل کیږي په قطر کې د بین الأفغاني مذاکراتو د ټیمونو ترمنځ بن بست پای ته رسېدلی او دواړه لوري په ۲۱ مادییز طرز العمل سره توافق ته رسېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x