افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني او عبدالله د سولې د وروستي وضعیت په اړه خبرې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» سره لیدلي او د افغان سولې پروسې د وروستي وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي، چې په دې لیدنه کې عبدالله او غني د سولې پروسې او دوحه کې د مذاکراتو د وروستي وضعیت په اړه یې خبرې کړې.

د صدیقي په خبره، په دې لیدنه کې ترکیې ته د عبدالله د وروستي سفر او د پخلاینې عالي شورا د راتلونکې جلسې په اړه هم خبرې شوې دي.

دغه لیدنه داسې مهال ده، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټيم تر منځ د طرزالعمل په اړه توافق د اشرف غني له مخالفت سره مخ شوی.

د پخلاینې عالي شورا وایي، قطر کې مذاکراتي ټیمونو د ناستو د طرزالعمل په اړه مشروطه پرېکړه کړې وه او تمه وه د یوې رسمي اعلامیې له لارې اعلان شي؛ خو د ارګ له مخالفت سره مخ شوې.

له دوحې څخه یو شمېر سرچینو او د کابل مذاکراتي ټیم یو غړي رسنیو ته وویل چې په دوحه کې د کابل مذاکراتي ټیم له اوږده ځنډ وروسته له طالبانو سره منلې وه چې  د طالبانو او امریکا توافقنامه به د بین الافغاني مذاکراتو د راتلونکو توافقاتو لپاره بنسټ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x