افغانستانسولې اړوند خبرونه

قطر کې مذاکراتي ټیمونو د طرزالعمل په اړه هوکړه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه له اوږده ځنډ وروسته د ناستو د طرزالعمل په اړه هوکړې ته رسېدلې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي «د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو تر منځ د بين الافغاني مذاکراتو طرز العمل د 2020د نومبر مياشتې په 15 نېټه په 21 مادو کې تکمیل او نهايي شوی دی.»

د نعیم په خبره، په یاده شوې نېټه د طرالعمل متن د دواړو مذاکراتي ټیمونو په حضور کې ولوستل شو او تر تایید وروسته یې یوه نسخه کوربه هیواد ته هم ورکړل شوه.

نوموړي که څه هم د طرزالعمل د مادو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو دا توافق داسې مهال دی، چې وړمه ورځ ارګ ادعا وکړه د طالبانو غوښتنې د مشورتي لويې جرګې د پرېکړې او اساسي قانون خلاف دي؛ نو ځکه دوی ورسره هیڅ توافق نه دی کړی.

https://twitter.com/IeaOffice/status/1332689109773639682

تر دې وړاندې له قطر څخه سرچینو ویلي و، چې مذاکراتي ټیمونه د ناستو د طرزالعمل په اړه هوکړې ته رسېدلي او د کابل ټیم منلې چې د طالبانو-امریکا توافقنامه به د مذاکراتو بنسټ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

افغانستان ملي مصالحې عالي شورا کې سرچينې وايي، د افغان ولسمشر د مخالفت له امله د طالبانو او دولتي مرکچیانو تر منځ د خبرو د طرزالعمل لاسلیکېدل ځنډېدلي دي.

دې سرچينو د نوم نه اخیستو په شرط بي بي سي ته ویلي، د دولت او طالبانو مرکچيانو د خبرو د بنسټ په توګه یې پر څلورو عناصرو هوکړه کړې وه، خو ښاغلي غني دغه موضوع نه ده منلې.
په قواره گاندی ، چیغی دشغال غیرت یی دگیدری اشرفکه نوری مه وایه دلیونو پشان سندری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x