افغانستان

مقناطیسي چاودنې د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې د بلوک قومندان ټپي کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز امنیتي مسئولین او عیني شاهدان وايي، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوې مقناطیسي چاودنې له امله ددې حوزې د لومړي ټولي د بلوک قومندان زلمی ټپي شوی دی.

د کابل ښار امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، نن ماښام شاوخوا اووه بجې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د «دیوان بیګي» سیمه کې په داسې مهال چاودنه شوې چې د پولیسو یو رینجر موټر د تېرېدو په حال کې ؤ.

نوموړی زیاتوي، په چاودنه کې یو تن برسیرن ټپي شوی؛ خو د ټپي شوي کس د هویت په اړه یې څه ویلي نه دي.

له بل پلوه د پېښې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې په دغه چاودنه کې د پنځمې امنیتي حوزې د لومړي ټولي د بلوک قومندان زلمی ټپي شوی او موټر یې هم زیانمن شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل ښار په شپږمې او یوولسمې امنیتي حوزو کې د دو مقناطیسي چاودنو له کبله ۲ تنه قاضیان مړه او د ۲ قاضیانو په ګډون ۵ نور دولتي کارمندان ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x